The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

د طالبانو د (۵۰۰۰)‌زندانیانو مکمل لیست

خبریال ویب پاڼه / د طالبانو له لوري‌افغان حکومت او امریکا يي‌چارواکو ته د (۵۰۰۰)‌ طالب زندانیانو لیست چمتو کړی دی .‌دغه لیست چې د طالبانو د کوټي‌شورا له خوا خبریال ویب پاڼې ته استول شوی د هر زنداني ، بشپړ هویت ،‌د ولایت او کلي‌او هم داراز د…

١٣٩٨ په غزني کې د طالبانو لپاره خونړی کال

خبریال وېب پاڼه/ په تېر ١٣٩٨ کال کې غزني ولایت کې طالبانو او دولت ترمنځ د نښتو په ترڅ کې ٢٣٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني سیمه ایز چارواکي وايي چې له څېړنو وروسته داسې ښکاري چې په تېر ١٣٩٨ کال کې له ٢٠٠٠ څخه زیات طالب وسله والو ته په…

کرونا, ننګرهار کې یې د مخنیوي لپاره نوی اقدام

خبریال وېب پاڼه/ په ننګرهار ولایت کې د خوراکي توکو او روغتیايي مرکزونو پرته نور ټول د خوارکي توکو، روغتیايي سکتور او صرافۍ د حمل تر ۳۱مې نېټي پورې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه وتړل شوې. د ننګرهار ولایتي اداره وایي، له کرونا ویروس د…

کندهار کې د طالب وسلوالو د بریدونو زیاتوالی

خبریال وېب پاڼه/ د کندهار امنیه قوماندان وايي، چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د کموالي له موافقې سره سره خپل بریدونو ته دوام ورکړی او تر مخکې يې په ښار او ولسواليو کې بریدونه زیات کړي. هغه وايي، چې بهرنيو ځواکونو په هوايي برخه کې د…

کرونا, کام ایر هوایي شرکت د پیسو شکول پیل کړي

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس له امله په هندوستان هېواد کې پاتې بند افغانان شکایت کوي، چې د کام ایر هوایي شرکت ښه په ډاګه له دوی د پیسو شکول پیل کړي. په هند کې پاتې بند افغانان زیات شمېر یې د درملنې لپاره تللي، دوی وایي: په هند کې یې د…

مالیې وزارت د متقاعدینو بایمټریک ځنډولی

خبریال وېب پاڼه/د مالیې وزارت په خپل تازه بیان کې ویلي چې له کورونا ویروس څخه د مخنیوي په پار د متقاعدینو د بایمټریک بهیر او دغه راز د تقاعد خزانې په لوی ریاست کې ټول اجرآت د روانې وري میاشتې تر ۳۱ مې نېټې پورې ځنډولي دي. دوی په خپل بیان…

عبدالله د کړکېچ د حل لپاره خبرو ته چمتووالی وښود

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ټاکنو بایلونکي نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله چې له ولسمشر غني سره د واک پر سر په جنجال کې دی، د سیاسي کړکېچ د حل لپاره یې خبرو ته ځان چمتو وښود. عبدالله عبدالله ویلي، سیاسي کشالې او ستونزې په درد نه خوري او موږ…

د سکانو د مړو سوځېدو ځای کې چاودنه شوې

خبریال وېب پاڼه/څو شېبې وړاندې د افغان سکانو د تېرې ورځې د قربانیانو د سوځېدو پر مراسمو کې چاودنه شوې ده. نن پنجشنه په قلعه چي سیمه کې افغان سکانو د تېرې ورځې د خونړۍ پېښې قربانیان د خپل مذهبي رسم له مخې سوځول چې د مراسمو پر ځای کې چاودنه…

تېرکال هیواد کې په نرۍ رنځ پنځوس زره کسان اخته شوي‌

خبریال ویب پاڼه / نری رنځ یا توبرکلوز یوه داسي‌ ناروغي ده چې ګواښ یې ډېر زیات خو ځوږ یې له کرونا وایرس نه کم دی . دعامې روغتیا وزارت د شمیرو پر بنسټ هرکال په منځنۍ کچه لس زره کسان افغانستان کې په نري رنځ مري .‌ د رسمی شمیرو له مخې،  ۱۳۹۸…

محسن داوړ: اسلام پر مندرونو د برید اجازت نه ورکوي‌

خبریال ویب پاڼه / د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ په په کابل کې د هري رای پر مندر برید په کلکو ټکو غندلی او دا يې یو ترهه ګر عمل بللی دی . ښاغلی داوړ پر خپل ټویټر لیکي چې : « کابل کې د سیکانو په عبادت ځای د ترهګریز برید غندنه کوم…

کورونا، نیمروز کې بله مثبته پېښه هم ثبت شوه

خبریال وېب پاڼه/د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په نیمروز ولایت کې د کورونا یوه بله مثبته پېښه ثبت شوه چې په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مجموعي شمېر ۸۰ ته لوړ شو. له اوسنۍ تازه پېښې سره په تېرو څه د پاسه ۴۰ ساعتونو کې په ټول…

له شپږ ساعته نښتې وروسته د سېکهانو په درمسال پای ته ورسېد

خبریال وېب پاڼه/ د کابل لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په شور بازار سیمه کې د سېکهانو پر درمسال چې نن (چهارشنبه_وري ٦مه) ګهیځ مهال ٧ نیمې بجې د نا معلومو وسله والو له لوري برید پیل شوی و، لسګونه تنه بند سېکهان د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي…
koi finance