The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

اشرف غني‌ د زلمي‌ خلیلزاد تر سخت فشار لاندي دی

خبریال ویب پاڼه / د امریکا د متحده ایالاتو له لوري ‌افغانستان سولي ‌ته ټاکل شوی زلمی خلیلزاد اوس د طالبانو تر سوله ور هاخوا د اشرف غني ‌او عبدالله عبدالله په سوله کې زیات ښکیل شوی دی .‌ د ارګ سرچینې وايي‌ چې زلمی خلیلزاد ظاهرآ هڅه کوي‌ چې…

امریکا له اروپا سره یوه میاشت په تګ راتګ بندیز ولګاوه

خبریال ډاټ کام/وروسته له هغه چې کرونا وژونکي ویروس د امریکا په تر ۳۰ زیاتو ایالتونو کې خپور شو او دا سرعت لا هم ګړندی روان دی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له اروپا سره په تګ را تګ باندې د ۳۰ ورځو لپاره بندیز ولګاوه، خو انګلستان په دې امر…

د بندیانو خوشي کول څلور پنځه میاشتې وخت نیسي

خبریال ډاټ کام/ د ولسمشر غني ارشد سلاکار فضل فضلي وايي، د طالب زندانیانو خوشي کول د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمولو پورې مشروط دي. فضلي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې تر اوسه پورې یو طالب زنداني هم نه دی خوشی شوی او که طالبان د…

پمپیو د پي ټي ایم په تړاو د پاکستان له ظلمونو پرده اوچته کړه

خبریال ویب پاڼه / د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پمپیو د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو د پاکستان له لوري ‌د شویو ظلمونو پرده اوچته کړه .‌ د بشر د حقوقو د صورتحال په تړاو د سټیټ ډیپارټمنټ یا بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه راپور کې…

ولسمشر د یو فرمان له مخې اجرایه ریاست لغوه اعلان کړ

خبریال ډاټ کام/ولسمشر محمد اشرف غني د یو ځانګړي فرمان له مخې اجرایه ریاست لغوه اعلان کړ او ټولو انیتي ارګانونو ته یې امر وکړ چې نور پخواني اجرایه ریاست ته څوک د کار کولو لپاره لاړ نه شی. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې افغان ولسمشر…

امرالله صالح د عبدالله مرستیال سپېدار نه دی پرېښی

خبریال ډاټ کام/امرالله صالح وایي چې سپېدار ماڼۍ به خپل دفتر کوي او په خبره یې دی ډېر ښه پوهېږي چې د پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله مخه څنګه ډب کړي. نوموړي نن ورځ د عبدالله مرستیال سپېدار ماڼی ته پرېښی نه دی. د ولسمشر اشرف غني لومړي…

امریکايي‌ جنرال د طالبانو بریدونه نه دي‌ کم شوی،‌په تړون عمل نه کوي‌

خبریال ډاټ کام /د سمندري ځواکونو جنرال فرانک مکینزي وايي چې فکر نه کوم طالبان دي‌د سولي ‌په تړون عمل وکړي‌، ځکه تر اوسه ‌د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ کمی نه دی راغلی .‌ نوموړي دا خبرې په سنا کې د وسله وال پوځ د خدمتونو کمېټې غړو ته…

ولسمشر غني‌ د طالب زندانیانو د بخښلو فرمان لاس لیک کړ

خبریال ډاټ کام/ دا فرمان په سلسله واره توګه (۵۰۰۰) ‌طالب زندانیان خوشي‌ کوي چې لمړۍ (۱۰۰) کسیزه ډله به یې د درې ورځي‌ وروسته د مارچ ماشتي پر ۱۴ نېټه آزاد کړل شي‌. په لمړیو پنځو ورځو کې به (۵۰۰) او وروسته به د مارچ میاشتې تر پایه ټول…

پښتون قامي ‌جرګې پاکستان ته خپلې غوښتنې وړاندي کړې

خبریال ویب پاڼه / نن د خیبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د پښتنو قامي مشرانو له لوري یوه ټول شموله پښتني جرګه وشوه چې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په ګډون د بیلا بیلو پښتني ګوندونو استازو او سیاسي‌ مشرانو ګډون پکښي کړی وو. جرګه…

د کرونا وایرس د تلفاتو شمېره تر والګي‌ یا زکام واوښته

خبریال ډاټ کام/ د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډپلیو ایچ او)‌ خبر ورکړ چې په نړۍ واله کچه د کرونا وایرس د تلفاتو شمېر د زکام یا والګي د ناروغۍ نه زیات شو ؛‌ اوس ددې وخت رارسېدلی چې دغه ناروغي ‌یوه نړۍ واله وبا اعلان کړل شي‌. تر دې وړاندي‌ دا سي…

نن د بخپلمنځي خبرو د پیل ورځ وه خو ولي ‌پیل نه شول ؟

خبریال ویب پاڼه / د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي ‌د هوکړه لیک له مخي‌ نن د بین الفغاني‌ خبرو د پیل ورځ وه ؛ خو دا خبري ‌بیل نشوې . ددې خبرو د نه پیل کېدو دوه علتونه په ګوته شوي ې یو یې د افغان حکومت کور دننه او بل یې له حکومته بهر د…

پمپیو ! امریکا په افغانستان کې موازي ‌حکومت نه مني‌

خبریال ویب پاڼه / د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبر ورکړ چې متحده ایالات د یوه خپلواک او یوموټي افغانستان غوښتونکي‌ دي  او د سیاسي توپیرونو د حل لپاره د موازي حکومت یا هر ډول ځواک د کارولو ؛ له هر ډول هڅو سره مخالفت کوي ؛‌ د ټول…
koi finance