The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

تالبانو پاکستان رد کړ، د ازغزن تار په هکله د تالبانو نوی دریځ

خبریال ويب پاڼه/ پاکستان له تالبانو سره په ګډه پر ډيورنډ لاین باندې د اغزن تار لګولو پروژه پای ته ورسوي. ‌د‌ پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په خپلو خبرو کې وویل چې پر ډيورنډ کرښه باندې به له تالبانو سره په تفاهم د اغزن تار لګولو…

روسيې پر تالبانو باور ونکړ او مهمه پريکړه يې وکړه

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د رژیم وياند ذب ح الله م په خپلو تازه څرګندونو کې روسیې ته ډاډ ورکړ خو هغوی پرې باور ونکړ. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره د کتنې په ترڅ کې د افغانستان څخه زياته اندېښنه څرګنده…

تالبانو د پاکستان مشوره واخيسته پر خلکو مالیې دوه برابره کوي

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو حکومت اعلان وکړ چې د دوی د مالیې وزارت يو پلاوی پاکستان ته د دې لپاره ځي چې د مضاعف ماليې په هکله له پاکستاني لوري سره خبري کوي. د دې سفر پخلی د تالبانو د رژيم یوه وياند انعام الله سمنګاني وکړې هغه پر ټويټر ولیکل…

کندهار کې یو ښوونکی د لوږې له امله مړ شوی

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو له راتګ وروسته ورځ تربلې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچه لوړېږي. تازه په کندهار ولایت کې د پاخه عمر لرونکي یوه ښوونکي د لوږې له امله ساه ورکړې ده. ځايي سرچینې وایي، چې مړ شوی ښوونکی الله نظر نومېده او د ظاهرشاهي…

وردګي تالبان: له وردګو پرته د تالبانو نظام دوام نشي کولی

خبریال وېب پاڼه: د وردګ تالبان له خپلو تالب مشرانو ناراضه دي. دوی وایي، کلونه یې د تالبانو د بریا لپاره جګړې وکړې او په سختو حالاتو کې یې ورته دندې ترسره کړې خو بیا یې هم په کابینه کې ونډه ورنکړه. په ټولنیزو رسنیو کې د تالبانو د ډلې یو کس…

پاکستان له افغانستان سره د هند مرسته نشي زغملی

خبریال وېب پاڼه: پاکستان له هند سره خپله دښمني افغانستان سره پر شوې بشري مرستې پالي. یاد هېواد لا هم د هند زرګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. هندوستان ټایمز لیکي،سره له دې چې پاکستان له دې وړاندې ژمنه وکړه چې د هند…

تالبانو پوتين ته په مهم ځواب ورکړ

خبريال ويب پاڼه/ روسيې او تاجکستان دواړو افغان پولي ته نږدې پوځي اقدامات او چمتوالي زيات کړي او د پوتين ليدنه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره ترسره شوه او ډ افغانستان څخه يې د يوه ګواښ په څېر اندېښنه څرګنده کړه. روسيې خبر ورکړی چې د…

تالبانو له پلچرخي زندان نه عمرخوړلي او ناروغ بندیان خوشې کړل

خبریال وېب پاڼه: عام خلک وایي، تالبان د ډېر منفي کړنو سره سره کله نا کله انسانیت ته درناوی هم کوي. یادې ډلې تازه له پلچرخي زندان څخه یو شمېر هغه زندانیان خوشې کړل، چې عمرخوړلي او یاهم روغتیایي وضعیت یې خراب و. د تالبانو د کورنیو چارو…

خوستي سوداګر؛ له مېلیونونه افغانیو مالي زیان سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه: د خوست ولایت سوداګر له تالبانو غواړي، چې د تالبانو حکومت دې له هېواده د جلغوزیو د د صادراتو لارې پیدا کړي. سوداګر وايي، که په وخت یې جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر نشي، خرابېږي او په ملیونونو افغانۍ زیان به ور ورسېږي. دوی…

تازه: پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید؛ ۳ تنه یې هلاک شول

خبریال وېب پاڼه: تازه بلوچ بېلتونپالې ډلې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید کړی دی. دا برید د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې شوی دی. د یادې ډلې ویاند جنید بلوچ، دوی د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید کړی، چې پرمهال یې…

شیعه ګان وایي؛ تالبان دې زموږ مذهب په رسمیت وپېژني

خبریال وېب پاڼه: په افغانستان کې د شیعه‌ ګانو یوې ډلې له د تالب له حکومت نه غوښتي، چې شیعه مذهب په رسميت وپېژني او حقونه يې خوندي کړي .یادې ډلې په یوه خبرپاڼه کې له تالبانو غوښتي، چې د شيعه ‌ګانو مدني، سياسي، اقتصادي، ټولنيز، کلتوري، سياسي…

روسیې او تاجکستان پر افغان پوله خطرناکې وسلې ځای پر ځای کړې

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو له راتګ وروسته د افغانستان په شمالي سرحدي سيمو کې د روسيې له ملاتړه برخمن هېوادونه اندېښنه لري چې دا اندېښنه اصل کې د روسيې ده. تازه پوتین له امام علي رحمان سره غونډه کې د افغانستان د سرحد سره اوږدو کې پرحالت…
koi finance