The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

ملګري ملتونه: افغانستان کې دې پر مېرمنو بندیزونه لرې شي

خبریال وېبپاڼه: ملګرو ملتونو یو وار بیا افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی. په افغانستان کې د یاد سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې که پر افغان مېرمنو بندیزونه پای ته ونه…

د پورړوي پاکستان پورونه نور هم زیات شوي

خبریال وېبپاڼه: په تېرو ۷ میاشتو کې د پاکسشويتان د مرکزي بانک پورونه ۶ سلنه زیات شوي دي. پاکستاني رسنیو د یاد بانک د مالوماتو پر اساس راپور ورکړی چې اوس مهال د پاکستان ټول پورونه ۶۴ زره او ۸۴۲ میلیارده روپۍ پوروړۍ دی. د سرچینې د مالوماتو…

جوبایډن: د اوکراین له جګړې نه په شاه کېږي

خبریال وېبپاڼه: د امریکا ولسمشر جوبایډن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې ویلي، د اوکراین له جګړې نه په شاه کېږي. نوموړي ویلي، هیڅ وخت به پوتین ته سرټیټ نه کړي او اوکراین ته په مرستو ورکولو سره به د هغه د یرغل مخه ونیسي. د بایډن په خبره، که دوی…

نیکي هیلي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ له سیالۍ لاس واخیست

د راپورونو له مخې نیکي هیلي د امریکا ولسمشرۍ ته د کاندیدو لپاره د جمهوریپال ګوند په خپل منځني ټاکنو کې پرون وروسته له هغه د سیالۍ له دوامه لاس واخیست، چې د هغې سیال پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډېرو ایالتونو کې رایې وګټلې. د راپور له مخې…

د پاکستان پارلمان: د تحریک انصاف ګوند شرایط نه دي پوره کړې

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان، چې ډېرې رایې یې هم ګټلې، په پارلمان کې د ځانګړې څوکیو د ترلاسه کولو لپاره اړین شرایط نه لري. د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف، د نواز…

پاکستاني پولیسو د محمود خان اڅکزي په کور عملیات کړي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکرتر عبدالرحیم زیارتوال وايي، چې تېره شپه د بلوچستان یو شمېر امنیتي ادارو د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند محمود خان اڅکزي پر کور عملیات کړي او یو ساتونکی یې نیولی دی. زیارتوال په کوټه کې د محمود خان اڅکزي پر…

بنفشه یعقوبي ته امریکا د زړورو ښځو جایزه ورکړه

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څخه بنفشه یعقوبي او ۱۱ نورې ښځې د یاد وزارت د ۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو جایزه ګټونکي اعلان کړې. یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اغلې يعقوبي په افغانستان کې له ړندو کسانو سره د مرستې…

ټي ټي پي: تېره یوه میاشت کې مو ۷۷ پاکستاني پوځیان وژلي

د پاکستان حکومت پر ضد دجنګېدونکې ډلې یا ټي ټي پي ویلي چې په تېره یوه میاشت کې  یې ۷۷ پاکستاني پوځیان وژلي دي. یادې ډلې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۹۵ نور پوځیان یې په غلچکیو بریدونو کې مرګوني ټپیان کړي دي. دا بریدونه د خیبر…

کندهار کې د نادرکه شوي ماشوم جسد پیدا شو

خبریال وېبپاڼه: کندهار کې د مزمل په نوم د هغه ماشوم جسد موندل شوی، چې څو ورځې وړاندې نادرکه شوی و. د یاد ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند  اسدالله جمشېد وايي، یاد ماشوم د کندهار ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د صالون خان چمن اوسېدونکی…

ننګرهار: د خوړو او درملو ادارې پاکستان ته بې کیفیته درمل ور ګرځولي

خبریال وېبپاڼه: په ننګرهار کې د خوړو او درملو ادارې وایي، چې پاکستان ته یې ۱۹ زره بستې بې‌کیفیته درمل بېرته ورګرځولي دي. د خوړو او درملو ادارې مشر، ګل خادم په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا درمل پرون یکشنبه په تورخم کې پاکستان ته ورګرځولي…

یونیسیار: افغانستان کې د بودجې له کمښت سره مخ یوو

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاندې کارولاین ګلوک ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو ډلییز  استخراج د خلکو بشري وضعیت او نورې اړتیاوې سختې کړې دي. نوموړې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې…

نامعلومه وسله والو ایران کې نهه پاکستانیان وژلي

خبریال وېبپاڼه: نامالومو وسله والو په ایران کې د پاکستان پولې ته څېرمه نهه پاکستاني وګړي وژلي دي. د ایران مهر خبري اژانس ویلي، چې یاده پېښه وړمه شپه په سراوان کې رامنځته شوې چې له کبله یې درې تنه ټپيان شوي هم دي. په همدې حال کې په تهران…
koi finance