The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

پاکستان يو ځل بيا د کرنيزو حاصلاتو پر مخ دروازې وتړلې

خبريال ويبپاڼه /تازه يو ځل بيا پاکستان د افغانستان د کرنيزو حاصلاتو پر مخ د طورخم دروازه تر نامعلوم وخت پوري تړلي ده. د افغانستان د کرنيزو خونو فداراسيون وايې چې پاکستان يو ځل بيا د افغاني کرنيزو حاصلاتو پر مخ د طورخم دروازه تړلي ده ياد…

د سولې خبرو کې پرمختګ غني له کويټ وروسته دوحې ته ځي

خبريال ويبپاڼه / ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په رسمي سفر کویټ ته روان شو. د ولسمشر یوه ویاند وویل چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره به په دې سفر کې لوړ پوړي دولتي چارواکي او د رسنیو استازي مله وي. بل پلو به بيا افغان ولسمشر به له کویټ…

شمال وزيرستان کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات اوښتي

خبريال ويبپاڼه /پرون يک شنبه د پاکستاني پوځ له خوا په يوه خپره شوي اعلاميه کې ويل شوي چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو تر منځ سخته جکړه رامنځته شوي ده. په اعلاميه کې ويل شوي چې د پاکستاني پوځ يو سرتيری هلاک او څو…

د خاوند او ميرمني د خوب ډول او روان پوهنه

خبريال ويبپاڼه / د روان پوهنې له مخي د خاوند او ميرمني يوه له بل سره ويده کيدل او د هغوي د خوب او ملاستي ډول چې د هغوي د شخصپت او يو له بل سره د اړيکو ښکاروند کوي. موږ کولای شو چې خاوند او ميرمني د خوب له ډول څخه وپيژنو. مخامخ ويده کيدل…

طالب ویاند نعیم وردګ پر اوربند د سلا کېدو زېری ورکوي

خبریال وېب پاڼه/ قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي د اوربند په تړاو سلا شوي دي. طالب ویاند نعیم وردګ وایي، پر اوربند هوکړه شوې، خو یوازې یو څه چې پاتې هغه د دواړو لوریو لاسلیک دی چې له لاسلیک وروسته به رسماً خپل منځي…

خلیلزاد او د امریکا دفاع وزیر دوحې ته تللي؛ غني هم روانه اوونۍ ورځي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تاجکستان ته له سفر وروسته بېرته د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هم دوحې تللی دی. با خبره سرچینو…

د چارو ادارې په نوم پر ولسمشر فاسده کړۍ را تاو شوې

خبريال وېب پاڼه/ تازه په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمين پر افغان حکومت او ادره امور یا چارو ادارې سختي نيوکې وکړې. د هغه پر خبره د اداره امور یا چارو ادارې پر نامه پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني يوه داسې فاسده کړۍ را تاو…

نن د پلي تګ نړیواله ورځ وه؛ تاسې د ورځې څومره وخت پلی تګ کوﺉ؟

خبریال وېب پاڼه/ نن د پلي تګ نړیواله ورځ وه، هره ورځ پلی تګ د روغتیا او سلامتۍ لپاره اړین دی. پلي تګ تاسې سره مرسته کوي، چې د مغزو په دننه کې د وینې شبکې فعالیت زیات شي او د مغز سلولونه فعال ساتي. پلی تګ زړه سالم ساتي او پر زړه عمده…

د روان زېږدیز کال لومړی ٦ میاشتو کې ٩٤٥ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او بریدونو پر زیاتېدنې په تړاو اندېښنه ښودلې ده. د بشر حقونو کمېسیون وایي د روان زېږدیز کال لومړۍ شپږ میاشتو…

ننګرهار نه ١٥٠ روږدي کسان کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت څخه پر نشه یي توکو  ١٥٠ روږدي کسان راټول شول او کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شول. روږدي کسان د ننګرهار د والي ضیالحق امرخېل په لارښوونه تېره شپه او نن سهار د جلال اباد ښار له بېلا بېلو واټونو څخه را ټول…

په کندهار ولایت کې هم پر ماشومانو چاودنه شوې

خبریال وېب پاڼه/ د کندهار ولایت کپه ژېړۍ ولسوالۍ نادي کلي سیمه کې پر ماشومانو چاودنه شوې ده. ویل کیږي چاودنه کې دوه ماشومان سخت ټپیان شوي دي، او روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی ښودل شوی. دا په داسې مهال ده، چې پرون د ننګرهار غني خېلو…

نړيوال بانګ د تيرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو نه بايد جدي پام وشي

خبريال ويبپاڼه /نړیوال بانک د يوه راپور په خپرلو سره ويلي چې په افغانستان کې د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو ته بايد جدي پام وشي. د نړيوال بانګ په خبره د روغتیا او ښووني په برخو کې کې ستر ګامونه اخیستل شوي دي. د افغانستان د بیارغونې له…
koi finance