The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

ډیورڼډ جګړه : تلفات (۸۲) ته لوړ شول

خبریال وېبپاڼه: پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ملېشو او افغان ځوانانو ترمنځ سخته جګړه لا هم روانه ده؛ خبریال وېبپاڼې ته رارسېدلي‌ راپورونه ښيي چې (۲) مېرمنې (۲) ماشومان او درې(۳) نارینه تر دم ګړیه شهیدان شوي ‌دي ‌او(۷۵) نور ټپیان دي‌. په سیمه…

طالبي جهاد! لوګر کې چاودنې درانه تلفات واړول

خبریال وېبپاڼه - د لوګر مرکز پل عالم کې یوه موټر بم چاودنه کړې چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده . چاودنه د پل عالم پر آزادي څلور لارې شوې ده چې لوی تلفات ملکي خلکو ته پکې اوښتي دي . عیني‌شاهدان وايي چې تر څلوېښتو زیات شهیدان او…

ډیورنډ ! د افغان وګړو او پاکستاني ملېشو جګړه روانه ده

خبریال وېبپاڼه ! پر ډیورنډ کرښه تر دم ګړیه د (۲۰) افغانانو د مرګ ژوبلي خبر ورکړل شوی خو د پاکستاني پوځ د هلاک شویو کسانو شمیر لا نه دی روښانه. افغان ځوانانو د چمن دروازه نړولې او د پاکستاني پوځ تاسیساتو ته یې اور ورته کړی دی .‌ خبریال…

سعودي پولیسو(936) حاجیان نیولي‌ دي

خبریال وېبپاڼه - د سعودي‌ عربستان پولیسو ومنله چې نن او پرون یې (936) حاجیان نیولي‌ دي‌. سږ کال ټول ټال (۱۰۰۰۰) لس زره حاجیانو ته  د زیارت کولو اجازت ورکړل شوی او د هغوی له جملې یې نهه سوه شپږ دېرش پولیسو نیولي‌ دي‌. د عربستان رسنۍ وايي…

د امریکا د کانګرس بې ماسک غړي به له مجلس ویستل کیږي

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا استازو مجلس کې د دیموکرات ګوند مشرې د کانګرس پر ټولو غړو او د دفترونو پر کارکوونکو د ماسک اچول لازمي کړل. نوموړې ګواښ وکړ که د کانګرس هر غړي ماسک وانه چولو له مجلس به یې وباسي. په ورته مهال د تګزاس ایالت یو…

پاکستان کې دوه تابعیته چارواکي ولې دندې پرېږدي؟

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان هېواد د لومړي وزیر دوه تابعیته سلاکارانو دندې پرېښودې. پاکستان کې د دوه تابعیته حکومتي چارواکو پر خلاف په خواله رسنیو کې څو ورځني کمپاین د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دوه ځانګړي مشاورین له دندو استعفا کولو ته…

ایا طالبان به نن وکولی شي د حکومت ١٠٠٠ بندیان خوشې کړي؟

خبریال وېب پاڼه/ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ویلي و، طالبان به له اختر وړاندې یعنې نن د عرفې پر مبارکه ورځ د افغان حکومت د ١٠٠٠ بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه کړي. نوموړې زیاته کړې، چې په بغلان او لوګر ولایتونو…

یو میلیون ډالر ګټونکی ولې پیسو اخیستلو ته نه حاضریږي ؟‌

خبریال وېبپاڼه - ښايي دا په نړۍ کې ډېر لږ پېښ شوي وي چې یو کس دې یو میلیون ډالر ګټلي‌ وي او په ځان دې نه وي خبر. دا پېښه له یوه بریتانوي سره شوې ده چې د دبۍ په یو ډیوټي‌ فري دکان کې د روانې جولای میاشتې پر ۱۸ نېټه لاوټري ‌اخیستې او نور…

ډیورنډ! د افغان پوځ په تازه برید کې پاکستان خپل تلفات ومنل

خبریال وېبپاڼه - د پآکستان پوځ وايي چې پر ډیورنډ کرښه د افغان امنیتي ‌سرتېرو په یوه برید کې پاکستاني پوځیان په نښه شوي ‌دي . د پاکستاني پوځ له مطبوعاتي‌ دفتره خپره شوې اعلامیه کاږي چې افغان پوځ د باجوړ سره نېژدې پاکستاني ‌پوځیان په نښه…

د یوې پېړۍ ترو ټولو نابلده د حج فریضه !

خبریال وېبپاڼه - لوی شمیر زیارت کوونکي له څو ورځو قرنطین وروسته، په داسې حال کې چې ماسکونه یېاغوستي وو د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۸) په وړو ډلو کې د دیني مراسمو د ترسره کولو لپاره مکې ښار ته داخل شول. د کرونا ویروس د خپریدو له امله،…

امریکا له جرمني‌ د (۱۲۰۰۰) پوځیانو د وتلو بهیر پیلوي‌

خبریال وېبپاڼه - د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر اعلان وکړ چې د ټرمپ د ژمنې سره سم به د جرمني نه خپل (۱۲۰۰۰) پوځیان وباسي‌. پینټاګون وايي چې (۵۶۰۰) پوځیان به د ناټو په نورو غړو هیوادونو کې ځای پرځای کوي چې ایټلي او بلجیم پکې شامل دي؛ خو…

افغانستان کې د ترهګرو ډلو اتحاد د سولې ځپل

خبریال وېب پاڼه/ افغانستان کې د ترهګریزو ډلو اتحاد رامنځته کېدل بلومبورګ امریکایي نشریه راپور ورکوي، چې د ترهګرو ډلو اتحاد رامنځته کېدو څخه موخه په افغانستان او د سویلي آسیا هیوادونو کې د سولې ځپل دي. پاکستان کې مېشتو ترهګرو ډلو له…
koi finance