The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبرونه

خبریال ویب پاڼه په دغه برخه کې د پاڼې ټول مطالب را نغاړي ، که غواړئ چې د هري‌برخي له مطالبو خبر شئ ، هیله ده دا برخه وڅارئ

هند ښه پريکړه کړې خو د تالبانو نازولی پاکستان خنډونه جوړوي

خبريال ويب پاڼه/ هند تر دې وړاندې هم د افغانستان په هکله ښې پريکړې وې ولې دوه مخې پاکستان خنډونه جوړول. اوس تازه یو ځل بیا هند چمتوالی ښودلی چې له افغانستان سره نورې مرستې هم کوي خو په دې کې د پاکستان رضايت ضروري دی، هند ويلي چې په دې…

د امريکا کانګرس د کنګل پيسو په هکله تازه پریکړه وکړه

خبريال ويب پاڼه/ همدا د خبرونو سرټکي کيدلی شي د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو خورا لوی بهران زيږولی او همدا وجه ده چې اوس مهال ټول افغانان له اقتصادي او بشري ناورين سره لاس او ګریوان دي. تر اوسه پورې امريکا هیڅ نه دي ويلي…

پاکستان کونړ په راکيټونو ويشتی، تالبه اوس څه کوې؟

خبريال ويب پاڼه/ له تیرو څو کلونو را په دې خوا مکار پاکستان د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې چې ورسره نژدې دي راکيټي بریدونه کول خو دا بريدونه د جمهوريت او اوس د تالبانو د راتګ سره ودريدل. خو راپورونه وايي چې د پاکستاني مليشه له لوري د…

تالبانو هغه خبره ومنله، چې نه یې منله؛ پراخ بنسټه حکومت

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت له راتګ وروسته په لوړو او ټیټو څوکیو مولویان مقرر شوي. د نظرخاوندان او عام ولس له همدې امله نیوکه لري، چې دوی یواځې تالبي حکومت جوړوي نه ټولشموله، خو دا خبره تالب چارواکو نه منله او تل به یې ادعا کوله، چې…

حمدالله محب له سقوط وروسته سکوت مات کړ

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان د تېر حکومت له پرځېدو سره سم ولسمشر غني او د هغه وخت یو شمېر لوړپوړو چارواکو افغان ولس پرېښود او بېلابېلو هېوادونو ته لاړل. که څه هم د سقوط له مودې څلور میاشتې تېرېږي، خو د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله…

ننګرهار: ناپېژاندو کسانو په چړو د یوې کورنۍ ۴ غړي شهیدان کړي

خبریال وېب پاڼه: ناپېژاندو کسانو د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالۍ کې پر یوه کور برید کړی او د هغې کورنۍ ۵ غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. خبریال وېب پاڼې ته د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې پېښه تېره شپه د ښېوې ولسوالۍ په…

وسله والو کسانو غزني کې د يوه خصوصي پوهنتون رئيس شهید کړی

خبریال وېب پاڼه:  د هېواد په مرکز او ولایتونو کې لاهم خلک د مرموزو او هدفي وژنو قرباني دي. تازه ځايي سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې وسله والو کسانو په غزني ولایت کې د سلطان محمود په نوم د یوه خصوصي پوهنتون رئیس شهید کړی دی. سرچینه…

تالب چارواکي: له افغانیو پرته د پردیو پرکرنسۍ پېر او پلور جرم دی

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو د حکومت له راتلو وروسته افغان تر بل هر وخت له سخت اقتصادي ځوړ حالت سره مخ دی. عام افغانان شاوخوا څلور میاشتې کېږي، چې له بېکارۍ او د توکو له لوړو بیو شکایتونه کوي، خو تر اوسه څومره چې تمه کېږي دې غږ ته لبیک نه دی…

د امریکا له لوري ويستل شوي افغان کډوال کمپونو کې ستونزو سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه: بهرنۍ رسنۍ وایي، چې د امریکا له لوري ویستل شوي افغان کډوال په کمپونو او امریکايي ایالتونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې په نظامي اډو یا کمپونو کې پراته افغان کډوال او همدا راز…

له ناندريو وروسته د امریکا د ملیارد ډالري بودیجې تائید

خبریال وېب پاڼه: د امریکا کانګریس د رایو په اکثریت د  دغه هېواد دفاعي بودیجه تایید کړه. د امریکايي رسنیو د راپورونو یاده بودیجه ۷۶۸ میلیارد ډالره ده. سرچینې وایي، چې دا بودیجه د تر اوږدو ناندریو وروسته د امریکا کانګرېس ومنله او د تائید…

کرزی: تالبان کابل ته نه ننوتل، د غني تېښتې دې کار ته اړ کړو

خبریال وېب پاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشيټډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دوی په دې هڅه کې وو، څو واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي، خو په خبره یې د ولسمشرغني تېښتې هرڅه ګډوډ کړل. حامد کرزی وایي تالبان کابل ته نه…

چین؛ افغانستان کې د امریکا د جنګي جنایتونو پر پلټلو ټینګار کوي

خبریال وېب پاڼه: د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وپلټي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د پنټاګون پر هغه پرېکړه غبرګون ښودلی، چې له مخې یې په کابل کې د یوولسو ملکي وګړو…
koi finance