The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

نړۍ

نړۍ برخه دافغانستان په تړاو او د نړۍ له بیلا بیلو برخو خبرونو او شننو ته ځانګړې شوې ده .

عمران خان: واکمن حکومت له بحران څخه د پاکستان د ژغورلو کوم پلان نه لري

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د حکومت او د تحریک انصاف ګوند تر منځ له سیاسي کړکېچونو وروسته د دغه ګوند مشر عمران خان ویلي دي، چې واکمن حکومت له اوسني بحران څخه د پاکستان د ژغورلو لپاره کوم پلان نه لري. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، عمران…

د امریکا په پنسلوانیا کې چاودنه؛ ۲ تنه وژل شوي او ۹ تنه لادرکه دي

خبریال وېبپاڼه: امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې د چاکلیټو په یوه کارخانه کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور لادرکه دي. اسکای نیوز راپور ورکړی چې ناڅاپه چاودنه د جمعې ورځ په ویسټ ریډینګ کې د RM palmar…

د پاکستان د استخباراتو يو کليدي‌ غړی وسله والو سره نښته کې وژل شوی

د‌ ای اېس ای يا د‌ پاکستان استخباراتو ډېر مهم او کليدي غړی مصطفی کمال برکي پرون ترهګرو سره يوه وسله واله نښته کې وژل شوی او اووه تنه نور ورسره ټپيان دي. پاکستاني چارواکو هم. د نوموړي مړينه تاييد کړي او ويلي دي چې د دوی د‌ استخباراتو يو…

پاکستان کې د سیاسي ناکراریو دوام؛ پولیسو د تحریک انصاف شاوخوا ۳۰۰ پلویان نیولي

خبریال وېبپاڼه: په پاکستان کې د سیاسي ناکراریو له دوام سره د دغه هېواد پولیسو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف شاوخوا ۳۰۰ پلویان نیولي دي. رویټرز د تحریک انصاف ګوند د مرستیال فواد چودري په حواله راپور ورکړ؛ چې د دغه ګوند ۲۸۵ پلویان د…

عمران خان او د هغه ملګري پر تروریزم تورن شول

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان پولیسو عمران خان او د هغه ۱۷ نور نژدې ملګري او پلویان پر تروریزم تورن کړي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې کسانو کې هغه خلک شامل دي چې د شنبې په ورځ له پولیسو سره اخ او ډب رامنځته شوی وو. که څه…

د پاکستان د وکیلانو ټولنې د عمران خان د نیولو لپاره د زور استعمال غندلی دی

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د سترې محکمې د وکيلانو ټولنې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيولو لپاره د قانون پلي کوونکو ادارو له خوا د زور زياتي کارول غندلي دي. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان یو دیموکرات هېواد دی…

پاکستان: ګاونډ کې د پوليسو “تحريک انصاف ګوند” پلويانو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی

د ګاونډي هېواد پاکستان د رسنيو پروني راپورونه ښيي چې د عمران خان د ګوند تحريک انصاف او پاکستاني پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی او د عمران خان د ګوند ۳۵ پلويان يې ډبولي دي. د تحريک انصاف ګوند پلويانو په خواله رسنيو ځينې وېډيو ګانې خپرې…

د استرالیا د اټومي اوبتلونو د جوړولو پلان ښکاره شو

خبریال وېبپاڼه: امريکا، بريتانيا او استراليا، د چين له ګواښونو سره د مقابلې لپاره، د اټومي اوبتلونو د جوړولو درې اړخيزه پلان څرګند کړ. رویټرز راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن، په سان ډیاګو کې، د بریتانیا د لومړي وزیر ریشي…

اروپايي هېوادونو د خپلو وسلو واردات ۴۷ سلنه زیات کړي دي

خبریال وېبپاڼه: د تېرو پنځو کلونو په پرتله اروپايي هېوادونو د اصلي وسلو واردات ۴۷ سلنه ډېر کړي دي. رویټرز د خپلو خبري سرچینو په حواله راپور ورکړ چې امریکا هم د وسلو په صادراتو کې خپله ونډه له ۳۳ سلنې څخه ۴۰ سلنې ته لوړه کړې ده. د…

د پاکستان لومړی وزیر: عمران خان نه غواړي چې خلک له اقتصادي فشار څخه راووځي

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر عمران خان تور ولګاوه چې د پیسو د نړیوال صندوق د پروګرام په بیا احیا کې خنډونه جوړوي. پاکستان ټوډی ورځپاڼې د شهباز شریف له قوله راپور ورکړ چې د تحریک انصاف مشر عمران خان نه غواړي چې د دغه…

د شمالي کوریا پوځ ته د کیم جونګ اون امر: رښتینې جګړې ته چمتو اوسئ

خبریال وېبپاڼه: د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل هیواد پوځ ته امر کړی چې د "ریښتینې جګړې" لپاره روزنه ګړندۍ کړي. د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر دغه حکم نن په یوه پوځي اډه کې د پوځ د پوځي تمریناتو د لیدنې پر…

په لسگونو زره پاکستاني ښځو د جنسي ځورونې پر ضد لاریون وکړ

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان په لسگونو زرو ښځو د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د دغه هېواد په لويو ښارونو کې مظاهرې وکړې. الجزیره راپور ورکړی چې سږ کال اتم د مارچ دغه لاریون په اسلام آباد، لاهور، ملتان، پنجاب، حیدر آباد او جنوبي سند ښارونو…
koi finance