The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

ملي امنیت ننګرهار کې د داعش ډلې د موټر بم بریدونو جوړونکی ونیوه

خبریال وېبپاڼه/ ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د موټر بم بریدونو جوړونکی نیولی دی. د دې ولایت د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وایي، د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په کمبو سيمه کې د عملیاتو پرمهال د…

بېړنی خبر؛ افغانستان کې د امریکایانو په تر ټولو سترې اډې بریدونه شوي

.خبریال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په تر ټولو لویې پوځي اډې «بګرام» باندې راکټي بریدونه شوي دي د پروان د والي ویانده وحیده شهکار دغه پېښه تاییدوي او وايي، چې دوولس فیره د راکت مرمۍ په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې…

په فاریاب کې د طالبانو د یوې لویې موټر بم چاودنې مخنیوی وشو

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو په فاریاب کې د هوايي برید پایله کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له منځه وړی دی او د لویې موټر بم چاودنې مخه یې نیولې ده. یاد وزات ویلي، برید تېره شپه د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې…

ولسي جرګه: حکومت او طالبان دې د سولې خبرې د ځای ټاکلو په بهانه نه ځنډوي

خبریال وېبپاڼه/ ولسي جرګه وايي، سولې ته رسېدل د ټولو هیله ده او افغان حکومت او طالبان دې دلته یا هلته د سولې خبرو د ترسره کولو په بهانه نور دغه پروسه نه ځنډوي. د ولسي جرګې غړي ویلي، ښايي د سولې خبرو کې شل ورځنۍ دمه د پاتې پړاوونه لپاره د…

پاکستان د طالبانو کور؛ خو د حق غوښتونکو لپاره زندان دی

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په پېښور کې د پاکستاني پوځیانو لخوا ونیول شو، د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د پاکستان په ګډون باید د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ښاغلي وزیر په ملاتړ…

پاکستان وايي، هند پر موږ برید کوي، افغان سوله به هم زیانمنه شي

خبریال وېبپاڼه/ پاکستان وايي، پاکستان وايي، راپورونه يې تر لاسه کړي دي چې هند تابيا نيولې چې د پاکستان او هند تر منځ پر کرښه پاکستانيان وځپي، خو که چېرې دا جګړه رامنځته شي، افغان سوله خرابوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په…

محسن داوړ،پوځ وایې«تاسو غداران يئ».

خبریال وېب پاڼه: محسن داور د پاکستان  په ولسي جرګه کې د شمالي وزیرستان استازیتوب کوي او د پښتون ژغورنېغورځنګ بنسټ ایښودونکی غړی دی. دوه کاله مخکې، د پښتون ژغورنې غورځنګ (چې د PTM په نوم پیژندل کیږي) سړکونو ته راووتل ترڅو زموږ د اساسيحقونو…

زابل کې: د سولې تر عنوان لاندې ورزشي سیالۍ ترسره سوې

خبریال ویبپاڼه/ مرکز کلات کې د رزمي برخې  ورزشکارانو لپاره د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورزشي سیالۍ یوې  مدني ټولنې  جوړې کړې وې  چې  پکښي سلګونه ورزشکارانو  برخه درلوده. زابل کې د رڼا مدني ټولنې  له لوري د سولې او یوالي تر عنوان لاندې یو…

بېړنی خبر؛ کابل کې چاودنې درې تنه شهیداو او پنځه نور ټپیان کړل

خبریال وېبپاڼه/ څو شېبې مخکې په کابل ښار کې موټر پورې د نښول شوي ماین چاودنې درې تنه شهیدان او پنځه نور ټپیان کړل. سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې پېښه د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې رامنځته شوې. د پېښې د قربانیانو هویت تر اوسه معلوم نه…

د بشري حقونو کمېسیون بیا د اوربند غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ د بشري حقونو کمیسیون یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند غږ کړی او ترې غوښتي یې دي چې د اوربند په منلو سره د جګړې د پاى ته رسولو بهير چټک او تلپاتې سولې ته رسېدل غښتلی کړي. دغه کمېسیون یاده غوښتنه د سپټمبر ۱۸مې د…

غزني؛ د قرانکریم د ختم پر مهال چاودنې ۳۵ تنه ټپیان او شهیدان کړل

خبریال وېبپاڼه/ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د قرانکریم د ختم پر مهال چاودنې ۳۵ تنه ټپيان او شهیدان کړل. پېښه نن ماسپښین شاوخوا دوې بجې هغه مهال رامنځته شوې چې د ګیلان ولسوالۍ د اغوجان ولسوالۍ په یوه کور کې د قرانکریم د ختم مراسم روان…

د امریکا د پوځ لوی درستیز له طالب مشرانو سره لیدلي

خبریال ویبپاڼه/ راپورونه وايي چې  د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي په یوه کتنه کې چې قطر کې ترسره سوې له طالب مشرانو سره لیدلي او دافغان سولې په هکله یې ورسره خبرې کړې دي مارک میلي پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي…
koi finance