The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

بېړنی خبر؛په کابل ښار کې يوه درنه چادونه وشوه

خبريال وېبپاڼه؛ د کابل ښار په دريمه حوزه کې د يوې درنې چاودنې غږ اوریدل شوی، چادونه د کوټه سنګي په یوه ګڼه ګوڼه سيمه کې شوې. د سیمې څخه لومړي راپورونه وايي چې پېښه د کابل پوهنتون ته څېرمه د نورين تلويزيون په سړک شوې ده. د يادې‌ پېښې د…

نبیل؛ غني د قدرت لپاره د افغانانو قاتلین د هغوی بادارانو ته سپاري

خبريال وېبپاڼه/ د هېواد د ملي امنیت پخواني ريس رحمت الله نبیل د ولسمشر غني په هغه پرېکړه نيوکه کړې چې د پاکستاني بنديانو د خوشي کېدو په هکله یې کړې. ولسمشر غني نن يو فرمان صادر کړ چې د هېواد د زندانونو څخه دې‌ ګڼ شمېر پاکستاني زندانيان…

ولسمشر ولې د پاکستاني زندانيانو د خلاصون فرمان ورکړ؟

خبريال وېبپاڼه/ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه فرمان کې د ګڼ شمېر پاکستانيو زندانيانو د خوشي کولو امر کړی دی، دا معلومه نده چې ددې پاکستاني وګړو جرمونه څه دي، خو ولسمشر اشرف غني پخپل فرمان کې ويلي چې دا پاکستاني مجرمین د ښه نيت په موخه…

غزني کې یوه پلار خپله لور او یو بل ځوان د اړیکو په تور وژلي

خبریال وېبپاڼه/ د غزني چارواکي وايي، تېره ورځ د یاد ولایت د چاغوریو ولسوالۍ اړوند د چال نومي سیمه کې یوه پلار خپله ځوانه لور او یو بل ځوان په ډزو وژلي دي. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، یاد کس خپله ځوانه لور د یوه بل ځوان سره…

د ملي امنیت رئيس: که کراچۍ او پېښور نه وای، طالبان به له منځه تللي وو

خبریال وېپاڼه/ د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمدضیا سراج وايي، که کراچۍ او پېښور نه وای، طالبان به وختي له منځه تللي وو. ښاغلي سراج نن ولسي جرګې ته د رایې اخیستنې په موخه د خپلې برنامي د وړاندې کولو پر مهال وویل، کراچۍ او پېښور د وسله…

چارواکي په کندهار کې د ۱۳ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي، د دې ولایت په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ١٣  تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مدیریت لخوا رسنیو ته په لېږل…

د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د حاجي جمعه خان کوچي لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ریاست د مطبوعاتو مدیر شاه پور عرب خبریال وېبپاڼې ته وویل، دغه ښوونځى د اقراء…

 ایا افغان حکومت به د اداري فساد ریښې وچې کړي؟

خبریال وېپاڼه/ له اداري فساد سره د مبارزې د نوي ټاکل شوي کمېسیون غړیو په داسې حال کې لوړه وکړه، چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د اداري فساد د لېست په سر کې قرار لري. ارګ وايي، له اداري فساد سره د کمېسیون پنځو غړیو، همایون حامد، مریم زرمتي…

مولانا فضل الرحمن؛ پوځ ته درناوی لرم

خبريال وېبپاڼه/ مولانا فضل الرحمن چې اوس په پاکستان کې د حکومت ضد ګوندونو د اتحاد مشري کوي وايي چې دی د پاکستان پوځ ته درناوی لري خو پوځ بايد د پاکستان په سياست کې ګوتې ونه وهي او يوازې د ملکي دفاعي ځواک دې وي. په پاکستان کې موجودو ټولو…

جینوا کنفرانس؛ د نړۍوالو تېرو مرستو چندان اغېز نه درلود

خبریال وېبپاڼه/ له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د مرستو د جلب په موخه په داسې حال کې د جینوا دوه ورځنی مرستندوی کنفرانس پیلېږي، چې د افغانستان د مدني ټولنې مجتمعې (مجما) ویلي، افغانستان سره د نړۍوالو مرستو چندان اغېز نه درلود. یاد بنسټ،…

مخالفو سياسي ګوندونو له عمران خان د ژر استعفا غوښتنه کړې

خبریال وېبپاڼه/ د پاکستان د مخالفو سياسي ګوندونو مشرانو پېښور کې د یوې سترې ولسي غونډې پر مهال پر لومړي وزير عمران خان غږ وکړ، چې د سياسي او اقتصادي ثبات رامنځته کولو په هدف دې ژر تر ژره له واک لاس په سر شي. په غونډه کي د دې اتحاد مشر…

اشرف غني‌د سولي ‌طرز العمل تاید کړ ؛‌ستانکزی واپس د دوحې پر لور

خبریال وېبپاڼه - دافغانستان د سولي ‌د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزي‌ د بین الفغاني ‌مذاکراتو د پیل طرزالعمل له ولسمشر غني ، عبدالله عبدالله او د ولسمشر له مرستیالانو سره شریک کړی دی. په قطر کې دوو طالب مشرانو او دافغان مذاکراتي ټیم غړو…
koi finance