The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

طالبانو افغانستان کې د FM په څپه د ازادۍ راډيو فعاليتونه بند کړل

د راپورونو له مخې ويل کيږي چې طالبانو د افغانستان ۱۳ ولايتونو کې د FM په څپه د ازادۍ راډيو نشرات بند کړل. په ظاهر کې طالبانو د ازادۍ راډيو د نشراتو د بندېدو لامل د خپرونو د محتواو په اړه د شکایتونو شتون ياد‌ کړي. تر دې وړاندې د…

د سمنګان ولایت په مدرسه کې پرونۍ چاودنه کې لسګونه تنه وژل شوي

د سمنګان ولايت په مرکز ايبک کې پرون په يو ديني مدرسه کې د بمي چاودنې د قربانیانو شمېر شاوخوا شلو تنو ته لوړ شو. فرانس پريس اژانس په دې اړه په يو راپور کې ويلي د الجهاد مدرسې په دننه کې د چاودنې له امله نږدې شل تنه وژل شوي او او ۲۴ تنه…

ټي ټي پي اېس له اوربند وروسته په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه پيل کړل

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي نن د پاکستان بلوچستان ایالت په کوټه ښار ځانمرګی برید کړی. دا بريد نن سهار د کوټې ښار په بللي سيمه کې د پاکستاني پوليسو په موټر شوې. په دغه کې درې تنه وژل شوي او له ۲۳ ډیر ټپيان دي. د پاکستان د…

طالبانو د پاکستان له استازې حنا رباني مننه کړې چې څلور لسيزې يې د افغان کډوالو ښه کوربتوب کړی

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزيرې حنا کهر رباني له راغلي پلاوي سره پرون د ارګ په چهار چنار مانۍ کې د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال سره ليدلي. د ارګ له ټوېټر پاڼې طالبانو ليکلي چې په دې ليدنه کې حنا رباني ويلي چې پاکستان د…

پاکستاني طالبانو په پاکستان کې د سختو بريدونو خبرداری ورکړ

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په يو تند بيان کې خپلو وسله والو ته امر کړی چې په دې هېواد کې يو ځل بيا خپل بريدونه شروع کړو. د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د پاکستان له حکومت سره څو مياشتنی اوربند پای ته ورسېده او تازه يې د بريدونو د پيل…

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړې چارواکې حنا رباني سبا کابل ته راځي

د‌ پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سبا کابل ته د دوی د يو لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکوي. ياد وزارت ويلي د بهرنيو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني په مشرۍ سبا د دوی يو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر کوي. ياد وزارت نن دوشنبه ناوخته د يوې خبر…

طالبانو په کابل کې د ښوونځيو له ښځينه ښوونکو د عقیدې ازموينه واخيسته

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په کابل کې د ښوونځيو له ښوونکو د عقیدې ازموينه واخيسته. د کابل د ښوونځيو ښوونکي وايي طالبان غواړي په دې کار سره د ښوونکو دينې او عقيدوي پوهه معلومه کړي. ښوونکي وايي د دغې ازموينې ټولې پوښتنې عقيدوي دي او…

طالبان ځوانانو ته پاملرنه نه کوي؛ ځوان کادرونه اروپا ته د تلو په نيت په قاچاقي لارو کې په شهادت…

د طالبانو د واکمنېدو راهيسی په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي بوجونو د زياتوالي له کبله په قاچاقي لارو اروپا ته د تګ په نيت د ځوانانو هجوم زيات شوی. په دې وروستيو کې په ايران او ترکيه کې د يادو هېوادونو د پوليسو له لوري د ناوړه چلند له…

طالبانو په دايکندي کې ۸ ملکيان په شهادت رسولي

په دايکندي ولايت کې سيمه ايزي سرچينې وايي طالبانو د دې ولايت په سيوک شېبر سيمه کې د‌ عملياتو پر مهال د دوو کورنيو اته غړي په شهادت رسولي‌. سرچينې وايي طالبانو چهارشنبه د شپې د دايکندي نيلي ښار کې دوه کورونه محاصره کړي وو او په څو کورونو…

طالبانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته بهر ته د تګ اجازه ورکړه

د طالبانو حکومت له يو نيم کلني ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته بهر ته د تګ اجازه ورکړه. د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي خبریال ډاټ کام ته په حامد کرزي د لګول شوي بندیز لېرې کېدو خبر تاييد کړی. ټاکل شوې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په…

پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ځای ناستی اعلان کړټ

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف له خوا د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ځای ناستی ټاکل شوی. د پاکستان لومړي وزير د پوځ د مشر په توګه د عاصم منير د منظورۍ وړانديز د ولسمشر دفتر ته لېږلی. د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرې مريم اورنګزېب په…

القاعده شبکې د نړۍ مسلمانانو ته خبرداری ورکړی چې د فوټبال لوبو له ليدو ځان وساتي

د القاعده ترهګرې شبکې يوې سيمه ييزې څانګې د نړۍ مسلمانانو ته خبرداری ورکړی چې قطر کې د فوټبال نړيوالو سياليو له ليدلو ځانونه وساتي. د عربو په ټاپو کې د القاعدې سیمه ییزې څانګې د سايټ په نامه ډلې له خوا يو اعلاميه خپره کړې، که څه هم په…
koi finance