The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

د سالنګ په تونل کې د يو ټانکر چپه کېدو له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل- شمال لويې لارې سالنګ تونل کې بېګا شپه شاوخوا نهه بجې د يو ټانکر موټر چپه کېدو او اورلګېدنې له امله ګڼ کسان ټپيان او ياده لاره د ټرافيکو پر مخ وتړل شوه. د طالبانو د بغلان امنيه قوماندان شیراحمد برهاني وايي ياده پېښه تاييدوي خو…

طالبان د عمومي عفوې په نوم ځوانان غافل ګير کړي بيا يې ووژني

د طالبانو په واکمنۍ کې د ځوانانو او په ځانګړې توګه د پخواني حکومت کارمندان ورک کېدل او بيا يې مړي پيدا کېدل عادي شوې ده. طالبانو د خپلې واکمنۍ د پيل په لومړيو کې عمومي عفوه اعلان کړه خو د عفوې سره سره هم فعالان او د پخواني حکومت کارمندان…

پاکستان کې د پيسو په مقابل کې لمونځونه پلورل کيږي

په ګاونډي هېواد پاکستان کې د پيسو په مقابل کی د لمونځونو د پلورلو مرکز جوړ شوی. په دغه مرکز کې قضا شوي لمونځونه پلورل کيږي او په مقابل کې يې له پلورونکو پيسې اخيستل کېږي. د دغه مرکز مشر مهدي بلتساني په خلکو غږ کړی چې خپل قضا شوي او ان…

طالبانو تخار ولايت کې د تخارستان راډيو مسوول نيولی او وهلی ډبولی دی

د طالبانو استخبارات د قوس په ۱۸مه په تخار ولايت کې د تخارستان محلي راډيو سرپرست او خبريال ذبيح الله نوري کور ته ورغلي وو، د کور پلټنې يې کړې، د نوموړي د کورنۍ غړي هم وهلي وو او نوموړی او د هغه ورور يې نيولي او له ځان سره بیولي وو. ويل…

طالبانو د ودونو لپاره ولور اخيستل بند کړل

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت له دې وروسته په ودونو کې د نجلۍ د کورنۍ له خوا د ولور يا پيسو اخيستل منع کړل. د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي مهر ورکول د اسلام له نظره د نجلۍ حق دی خو ولور يا طويانه اخيستل غير شرعي يې عمل بللی او…

برېټانيا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د جنګي جنايت په اړه څېړنې پيلوي

د بریټانیا د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د دوی د پوځيانو په اړه د جنګي جنايتونو د ادعاوو په اړه څېړنې کوي. د بي بي سي د يوې څېړنې چې پايلې څو مياشتې وړاندې خپرې شوې ښودلې چې د برېټانيا ځانګړو هوايي ځواکونو د مشکوکو حالاتو پر مهال…

پاکستان: موږ په هر ډګر کې د افغانستان استازيتوب کړی؛ خو دوی زموږ پر ضد وسلې ته لاس کړی

د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون مشر فاروق نايک وايي موږ تل د لويديځ هېوادونو د غوښتنو پر ضد له افغانستان سره دریدلي يوو خو نور بايد خپله تګلاره کې بدلون راوړو. نوموړي کابل کې د دوی په سفير بريد ته په اشارې ويلي،پههر ډګر کې…

ژغورنې نړيواله کمېټه: افغانستان په نړۍ کې دريم هېواد دی چې له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی

د ژغورنې نړيوالې کمېټې يا ای آر سي د نوې سروې له مخې افغانستان د بشري بحران مخ هېوادونو نوملړ کې په دريم ځای راغلی. ای آر سي وايي ښايي افغانستان په راتلونکي کال کې هم له سخت بشري بحران سره مخ وي. د چهارشنبې په ورځ د ژغورنې نړيوالې…

طالبانو د بلخ پوهنتون ښځينه محصلينې د محرم پرته له تګ راتګ منع کړې

د بلخ پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلينې وايي، چې د پوهنتون له تړل کېدو وروسته طالبانو د نارینه محرم د نه لرلو په پلمه دوی کور ته له تګ منع کړي دي. د دغو محصلینو په وینا، طالبانو حتی یو شمېر هغه ښځینه زده کوونکې چې خپلو کورونو ته روانې وې، له…

ډبليو اېچ اوو افغانستان سره د روغتيا برخه کې د اروپايي ټولنې ۱۶ ميليون ايرو مرسته اعلان کړه

د روغتيا نړيوال سازمان يا WHo د روغتيا په برخه کې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ۱۶ ميليون ايرو د مرستې خبر ورکړی. ډبليو اېچ او په دې اړه په ټوېټر ليکلي چې دا مرستې به په افغانستان کې د رواني روغتيا او مخدره موادو اعتيادو د ښه کیدو…

د کاج ښوونيز مرکز بريد کې په يو سترګه متضرره شوې نجلۍ فاطمه د درملنې لپاره بهر ته ولېږل شوه

څه باندې درې مياشتې وړاندې په کابل کې په کاج ښوونيز مرکز د بريد پرمهال د دغه مرکز د ټپيانو شويو زده کوونکو له ډلې فاطمه چې يوه سترګه يې متضرره شوه فاطمه چې له روغتون ووتله په يوه سترګه يې ليدل نه شول کولی. خو بيا هم نوموړې همت وکړ او…

بې پولې خبريالانو ټولنه: ۲۰۲۲ د خبريالانو لپاره تر ټولو بد کال وو

د بې پولې خبريالانو نړيواله ټولنه وايي سږ ۲۰۲۲ کال په نړۍ کې د خبريالانو لپاره هېڅ ښه نه وو. يادې ټولنې په يو راپور کې ويلي چې سږ کال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې ۵۰۳۳ خبريالان بنديان شوي چې په دومره لوړ شمېر کې د خبريالانو بندي کېدلو په…
koi finance