The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

طالبانو په غير دولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه

پر ښځو د طالبانو له خوا د بنديزونو لګولو په لړۍ کې يې تازه په غير دولتي، داخلي او بهرنيو نړيوالو مؤسساتو کې د ښځينو پر کار هم بنديز ولګاوه. د غير دولتي مؤسساتو د انسجام رياست له خوا يو خپور شوی مکتوب چې رسنيو ته رسېدلی. په کې طالبانو…

افغان ښځو د طالبانو وروستۍ پرېکړې په غبرګون ملګرو ملتونو ته ليک استولی

د طالبانو له خوا په نجونو د لوړو زده له بنديز سره د افغان ښځو يوې ډلې په غبرګون کې د طالبانو په نوم ملګرو ملتونو ته د شکايت په توګه يو ليک استولی دی. په ليک کې ليکل شوي، اسلام د عدل او انصاف او د تبعيض ضد دين دی او د افغانانو اساسي…

اسلامي هېوادونو د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې؛ عرب سوداګر افغان نجونو ته د زده کړو زمينه برابروي

د مصر الازهر پوهنتون، اندونيزيا او ګڼو اسلامي هېوادونو د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د نجونو پر مخ يې پوهنتونونه وتړل په سختو ټکو غندلې. اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پرته له ځنډ دې بېرته د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي پرانيزي.…

پوهنتونونو تړل کېدو په تړاو د طالب وزير وضاحت؛ لوړو زده کړو برخه کې منکرات موجود وو ځکه مو نجونې منع…

پرون شپه د د طالبانو د لوړو زده کړو سره د مبارزې وزير ندا محمد نديم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو لاملونه په ډاګه کړل. د طالبانو وزير وايي د تېرو ۱۴ مياشتو راهيسې د لوړو زده کړو په برخه کې منکرات موجود وو نو ځکه مو د نجونو مخه…

کندهار محصلينې: د خپل حق لپاره به غږ پورته کوو، که د سر په بيه هم وي

د نجونو پر وړاندې د لوړو زده کړو بندېدل د کندهار انجونې مجبوره کړې، څو له مايوسۍ او جهالت سره د مقابلې لپاره لڅې ونغاړې او اوس د بغاوت هڅه کوي. له کومې ورځې راهيسې چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې، په…

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو په تړاو د فعالانو او نړيوالو غبرګونونه

طالبانو پر نجونو د محدودويتونو او بنديزونو لګولو په لړۍ کې پرون شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو اعلان وکړ. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا په اعلاميه کې راغلي چې سر له نن تر امر ثاني ټول «دولتي…

پر پخواني چارواکو او طالبانو په نړيواله جزايي محکمه کې عريضه ثبت شوه

تازه وخت کې پر پخوانيو افغان چارواکو او طالبانو په نړيواله جزايي محکمه کې عريضه ثبت شوه او او پروسه يې پيل شوه. په دې اړه سياسي فعال نجيب الله ازاد وايي د يو کال له څېړنو، اسنادو او ثبوتونو په ټولولو وتوانېدم چې د روم د قانون او اساسنامې…

طالبانو د دوی مشر شېخ هبت الله په قوم پالنه او فساد تورن کړی

په کندهار کې وسله والو طالبانو د دوی مشر شېخ هبت الله آخوند زاده په قوم پالنه او فساد تورن کړی. د طالبانو ځايي قوماندانان له ولس نه د شرعي نظام د جوړېدو لپاره مرسته غواړي. په ورته مهال د طالبانو د مشر هبت الله له لوري مولوي زرقاوي،…

ټي ټي پي د پاکستان ترهګرۍ سره مبارزې له مرکز خپل ۲۵ غړي خوشې کړي

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي د پاکستان خيبر پښتونخوا ايالت د بنو سيمه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې له مرکز خپل ۲۵ ملګري خوشې کړي دي. د آزادې اروپا مشال د پاکستان سي ټي ډي او يو پوځي افسر له قوله ليکلي چې د تحريک طالبان پاکستان بنديانو له…

راپورونه: د پاکستان د ديني عالمانو يو هيئت روانه اوونۍ کابل ته راځي

د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان د ديني عالمانو يو خبر کسيز ګډ هيئت روانه اوونۍ افغانستان ته سفر کوي. راپورونه ښيي چې دغه څلور کسيز هيئت به په کابل او کندهار کې له يو شمېر طالب چارواکو سره وګوري. ويل کيږي په دې لیدنو کې د…

ارجنټاين د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام اتلوالي وګټله

ارجنټاين د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام په پای لوبه کې فرانسې ته ۴-۲ پنالتي شوټونو ماتې ورکړه او د دريم ځل لپاره د نړيوال جام اتله لوبډله شوه. د فوټبال لوبه پرون ماښام د کابل پر وخت ۷ نيمې بجې پيل شوه. لوبه د قطر په لوسيل لوبغالي کې ترسره…

د سالنګ اورلګېدنې پېښه: ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي

د کابل-شمال لويې لارې سالنګ تونل کې د تېلو ټانکر چپه کېدو او اور لګېدنې له امله ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د سالنګ تونل کې د رامنځته شوې اور لګېدنې د قربانيانو او ټپيانو د انتقال او عاجلې درملنې په موخه يې…
koi finance