The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

طالبان: محمود کرزي ته د حقوقي ستونزو له کبله بهر ته د تګ اجازه نه ورکوو

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي ته دوبۍ ته د تګ اجازه نه ده ورکول شوې او د طالبانو له لوري یې مخه نیول شوې. د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي ويلي محمودي کرزي ته د حقوقي ستونزو له کبله له هیواده بهر د تګ اجازه نه ده ورکړل…

طالبانو د سږکال د کانکور پایلې اعلان کړې، په لسو غوره مقامونو کې نجونې نشته

د طالبانو د ازموينو ملي ادارې نن شنبه د ۱۴۰۱ کال د کانکور پایلې اعلان کړې. د اعلان له مخې سږ کال د کانکور عمومي اول نمره د هرات ولايت نه يو زده کوونکی دی. سليمان د غلام جيلاني زوی د هرات ولايت نه د ۳۵۵,۴ نمرو په اخيستو سره سږ کال د…

محمد نبي عيسی خېل له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسی خېل نن د اسټرالیا پر وړاندې له لوبې بايللو وروسته له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه. نبي په خپل استعفا لیک کې داسې ليکلي وو: «په نړيوال جام کې زموږ سفر شروع او زموږ او د زموږ د مينه والو د تمې…

افغان لوبډلې د ټولو لوبو په بايللو نړيوال جام سره مخه ښه وکړه

نن د افغانستان وروستۍ لوبه اسټراليا لوبډلې سره وه چې د څلورو منډو په توپير يې وبايلله. افغان لوبډلې سږ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې هېڅ کومه لوبه ونه ګټله، درې لوبې يې وبايللې او دوه یې د باران له کبله مساوي شوې. د نن ورځې لوبې…

د پاکستان په پخواني لومړي وزیر عمران خان وسله وال برید بريد شوی

نن مازديګر شاوخوا څلور نيمې بجې د پاکستان په پخواني لومړي وزير عمران خان وسله وال برید شوی. د تحريک انصاف ګوند ويلي عمران خان د پاکستان په وزير اباد سيمه کې د يوې غونډې پر مهال په پښو ويشتل شوی. پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز هم په وسله وال…

طالبان: که نړيوال د نجونو د ښوونځيو خلاصول غواړي موږ دې په رسميت وپېژني

طالبانو په يوه تازه پریکړه کې ويلي چې د رسميت پېژندلو تر وخته پورې به د نجونو ښوونځي تړلې وي. د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي خبریال ډاټ کام ته ويلي، که نړيوال د نجونو د ښوونځيو خلاصول غواړي نو لومړی دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.…

پښتو وتلې سندرغاړې زر څانګه د موسيقۍ د يوې سترې جائزې ګټوونکې شوه

د اغا خان بنسټ د اسيا لسو هنرمندانو، موسيقي کارانو او ساز غږوونکو ته جائزې ورکړې چې په دې ډله کې پښتو نوموتې سندرغاړې زر څانګه هم شامله وه. د جایزې ورکولو مراسم پرون د‌ عمان په مسقط کې ترسره شول چې زر څانګې هم په کې خپله جايزه تر لاسه…

کرېکټ: شل اوریز نړیوال جام کې مخ ته تګ لپاره د افغانستان چانس وسوځېد

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان نن له سریلانکا سره لوبه وکړه او سريلانکا په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. د دې لوبې د بايللو سره په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې مخ ته تګ چانس وسوځېد. د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپ…

طالبانو ۱۰۰ ښځينه پولیسې وروزلې

طالبانو خبر ورکړی چې يې په کابل کې يې د پوليسو له روزنيز مرکز ۱۰۰ ښځينه پولیسې فارغې کړې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر د ښځينه پوليسو څو وېډيويي پيغامونه خپاره کړي چې تازه له روزنيز مرکز فارغې شوې دي. ويل کيږي چې يادې…

د هرات هوايي دهلېز له لارې د‌ افغانستان وچه مېوه اروپا ته صادر شوه

نن د‌ هرات ولايت د‌ هوايي‌ دهلېز له لارې د‌ افغانستان وچه مېوه چې په کې ۱۲ ټنه ځنغوزې، ۸ ټنه کشمش او پسته المان هېواد‌ ته‌ صادر شوه. د‌ وچې مېوه جوپه د‌ اسلام کلا بندر له لارې ايران ته ولېږدول شوه او له هغې به ترکيې او بیا اروپا ته…

اتمر: موږ ټول دولتي/سياسي مشران بايد له ملت بخښنه وغواړو او يو محکمه کې حساب ته حاضر شو

د جمهوريت د مهال د بهرنيو چارو وزارت پخواني وزير حنيف اتمر په يوه نوې مرکه کې د جمهوريت د ړنګېدو پړه پر سياسيونو واچوله. اتمر له ای بي این پښتو شبکې سره په وېډيويي مرکه کې د جمهوريت د ړنګېدو مسله کې خپل ځان هم ملامت کړ او ويې ويل، ټولو…

طالبانو د بدخشان پوهنتون محصلينې په وهلو-وهلو د پوهنتون له دروازې وشړلې

طالبانو نن په بدخشان کې ښځينه محصلينو ته پوهنتون ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه. محصلينې وايي طالبانو د چادري د نه په سر کولو له امله پوهنتون ته د ننوتلو او درس اخيستلو اجازه ور نه کړه. په خواله رسنیو کې د خپره شويو او لاس په لاس شويو…
koi finance