The news is by your side.

عام لنډغر علي‌ پور څنګه مهم شو؟

خبریال وېبپاڼهپه بامیانو ولایت کې هزاره نېژداده لنډغر علي‌ پور وروسته له هغه لا نور مشهور شو چې له یوه لوري یې حکومت په خلاف له ګام اخیستلو ډډه وکړه او له بله لوري د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري لوړرتبه چارواکو علي پور؛‌عليپور؛ عليپور ویل پیل کړل.

علي پور چې مخامخ د ایران د سپاه پاسداران په جاسوسي تورن دی په حکومت کې دننه د دوهم مرستیال ښاغلي‌ دانش او نورو هزاره توکمو سیاسیونو له لوري‌ حمایه کېږي.‌

علي‌ پور چې دم ګړی د طالبانو سره پټې اړیکي هم پالي داسي ښکاري چې په راتلونکو کې به د طالبانو لپاره هم یو پوره سرخوږی جوړ شي.

څو ورځې وړاندې هزاره لنډغر د افغانستان د ملي پوځ الوتکه په نښه کړه او پينځه تنه افغان پوځيان يې په شهادت ورسول.

حکومت د یو ډېر ضعيف موقت څخه په دې اړوند لومړۍ خبرپاڼې خپرې کړې، د حکومت ډېری چارواکو په داسې حال کې چې په دې باندې پوهېدل او ان ځینې رسنیو خبر ورکړ چې علي پور مني چې دا الوتکه دده په امر دده کسانو ويشتلې ده، په خپلو خبرو او خبرپاڼو ددې جرت نه درلود چې د علي پور نوم واخلي.

که څه هم غني او نورو امنیتي مشرانو وويل چې سخت بدل به واخلي خو ددوی ارادې له دې ځايه معلومېدې چې دوی نشو کولی صرف د علي پور نوم هم واخلي.

وروسته بيا علي پور په رسمي مرکه کې یوه ایراني تلويزیون ته دا ومنله چې دا الوتکه ده ويشتلې ده، نور نو حکومت د شرمه وويل چې د افغان پوځیانو الوتکه علي پور ويشتلې ده.

له دې وروسته اوس ويل کېږی چې حکومت په باميانو کې عمليات پيل کړي دي او د علي پور څو کسان يې له منځه وړي او دده د نیولو او یا وژلو لپاره عمليات دوام کوي.

دا ښه خبره ده چې علي پور یا له منځه یوړل شي او یا هم ونیول شي او د خپلو کړنو جزا وويني، چې دا خبره ډېره د باور وړ نه ده.

اوس چې حکومت په او پخپله غني پر علي‌ پور غږیږي داسي ښکاري چې د علي ‌پور اهمیت لا نور زیاتوي کنه نو علي‌ پور ولي‌دومره ښکرور شي چې نظام وننګوي.

افغان حکومت ته په کار دي چې د هزاره لنډغر علي پور په تړاو په څرګندونو کې له احتیاط نه کار واخلي‌او پر لویو څوکیو ناست امنیتي چارواکي نه بلکه د هغوی ویندویان د ضرورت پر وخت پر هزاره لنډغر علي پور وغږیږي.

لیکوال: ډاکتر عصمت الله

سرتېرو د علي پور وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
د ټوپکیانو دوهمه دوره! يو بل «علي پور» په سالنګ کې
د علي پور د ظلمونو پر ضد لاریونونه؛ خو حکومت چُپه خوله!
که علي پور ونه نیول شي لويې فاجعې ته د پاچا پام دی؟
ویده حکومت؛ عليپور کله ملت ته خوله اچوي، کله سرتېري ته
د افغانانو ژغورونکی پیلوټ، عليپور شهید کړ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance