The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

بلوڅ‌ملتپالو بیا پر پاکستاني عسکرو زړه یخ کړی

خبریال وېبپاڼه/ بلوڅ‌ملتپالو بیا پر پاکستاني عسکرو برید کړی او یوولس تنو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده. د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو وسله‌واله ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې وسله والو یې د پاکستان د رنجرز عسکرو پر موټر…

د اوبو دښمن؛ طالبانو د پاشدان اوبو بند د جوړېدو مخه نیسي

خبریال وېبپانه/ وسله والو طالبانو د پردیو په لسمون د افغانستان د اوبو له مدیریت سره د خپلې دښمني په لړ کې دا ځل په هرات کې د پاشدان د اوبو بند پر ساتونکو برید کړی دی. د اوبو د چارو تظیم ملي ادارې دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې پېښه…

افغان سوله: زلمي خلیلزاد د مسکو غونډې ته ځي

خبریال ویبپاڼه/ له مودو وروسته د دوحې خبرو ترڅنګ دوه نورې غونډې چې ترکیه او روسیه به يې کوربنه وي جوړیږي په دې غونډو کې لا له وړاندې افغان دولت د خپلو پلاوو، د ورتللو خبره کړې او داسې ګمان کیږي چې  طالبان به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي، اوس…

افغان جګړه د واک پر سر ده؛ که واک ووېشل شو، خیر او خیریت دی

خبریال وېبپاڼه/ امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي، د افغان سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې له لارې افغانانو ته د روانې څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو طلايي چانس په لاس ورغلی دی. ورځپاڼه زیاتوي، امریکا دغه طرحه تر ډېر غور او ارزونې وروسته ترتیب…

سیګار: که نړۍوالې مرستې نه وي نه افغانستان کې حکومت نه شي کېدای

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، چې د له نړۍوالو مرستو پرته په افغانستان کې هیڅ حکومت دوام نه شي کولای او جګړو ته زمینه برابرېږي. د یادې ادارې مفتش جان سوپکو له رویټرز سره په یوه مرکه کې ویلي چې…

غني امریکایانو ته د چاپو او خپل سرو توقیفونو فرمان ورکړی

خبریال وېبپانه - افغان پخوانی ولسمشر حامد کرزي پخواني ویاند تور لګولی چې ولسمشر اشرف غني امریکایيځواکونو ته د شپنیزو چاپو او خپل سره نیونو لپاره تازه فرمان ورکړی دی. ایمل فیضي دغه څرګندوني نیوزویک مجلی ته کړي دي. فیضي ویلي چې ولسمشر همدا…

فضلي ولې د افغان ځوانانو پر ځای بهرنیان ګمارلي؟

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم تر دې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو پر ادارې د واک د انحصار ادعاوې کېدې، خو اوس تازه د ارګ کره سرچینو کابل پریس کلب ته ویلي چې د دغې ادارې مشر فضل محمود فضلي لسګونه مامورین په غیر قانوني توګه له دندو ګوښه کړي دي.…

طالبان اوس هم د سلام شبکې دښمنان دي؛ علت څه دی؟

خبریال وېبپاڼه/ وسله والو طالبانو له سلام مخابراتي شبکې سره د خپلې دښمني په لړ کې دا ځل په تخار کې د دغې مخابراتي شبکې مسوولین په مرګ ګواښلي. په یاد ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې مسوولین وايي، وسله والو طالبانو ورته ویلي چې که د مازدیګر تر…

د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین ښکرور دروغ

خبريال وېبپاڼه- د کورنیو چارو د وزرات په وياند طارق آرين باندې نیوکې په زياتېدو دي، ښاغلي ارین نن یوه ادعا وکړه چې دوی د يوې خصوصي رسنۍ په هکله داسې نښې ترلاسه کړې دي چې ګواکي دا رسنۍ د چاودېدونکو توکو په انتقال کې لاس لري. د کورنیو چارو…

مک‌کنزي: که امریکایان ووځي، طالبان به درنه جګړه و کړي

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا پوځ د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي وايي، که امریکایان له افغانستانه ووځي، جګړې او ګډوډي به شدت ومومي. نوموړي لاس انجلس ټايمز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې که د ټرمپ او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې…

امریکايي جنرالانو د افغانستان په هکله څه وویل؟

د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتلو او میشتېدلولپاره په کوردننه امریکا افغانستان او نړۍ کې بیلابیل نظریات موجود دي چې ډیری يې په دې حالاتو کې د امریکايي ځواکونو د غیري مسؤلو وتلو په هکله وايي چې زیاتي ستونزې به رامنځ ته کړي. تازه دوه…

لا هم لویو لارو کې د پیسو د نه ورکړې په سر خلک وژل کېږي

خبریال وېبپاڼه/ د لویو لارو موټرچلوونکي وايي، سره له دې چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په لویو لارو کې به له دوی د غیر قانوني پیسو اخیستو مخه نیسي، خو اوس هم دغه ستونزه په خپل ځای پاتې ده. دوی زیاتوي، چې لا هم پولیس په لویو لارو کې د توپک…
koi finance