The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

طالبان

سیاف: له مرکچي پلاوي سره مخالفت سوله زیانمنوي

خبریال وېب پاڼه/استاد عبدالرب رسول سیاف تېره ورځ د یو ویډیویي پیغام له لارې د وسلوالو طالبانو لخوا د حکومت له مرکچي پلاوي سره مخالفت وغانده او زیاته یې کړه چې دا کار د سولې چارې ټکنۍ کوي. ښاغلي سیاف د حکومت لخوا د اعلان شوی مذاکراتي ټیم…

“د افغان کشالې اړخونه دې تاوتریخوالی کم کړي”

خبریال وېب پاڼه/ناټو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي کچه دې را کمه کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپله تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان د کورونا ویروس له ستر ګواښ سره مخ دی او په خبره یې په کار ده چې د…

طالبانو پر چرسو بندیز اعلانکړ خو کوکنار یې آزاد پرېښي

خبریال ویب پاڼه / وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې نور به په افغانستان کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې چرس نه کرل کېږي او کرل شوي فصلونه به له منځه وړي . د کوټې شورا یوه غړي‌ د نوم نه  ښوولو په شرط خبریال ډاټ کام ته وویل چې پر چرسو او…

طالبان دې د افغان حکومت په پلاوي کې خوښه نا خوښه نه لټوي

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت له طالبانو غواړي، چې بهانې دې نه لټوي او ژر تر ژره دې خپل مذاکراتي پلاوی وټاکي او اعلان دې یې کړي. په سټراتیژ یکو چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار وحید عمر نن(یکشنبه وري ١٠مه) د یو خبري کنفرانس له لارې، د…

د وسلوالو مخالفینو بریدونو خلک اندېښمن کړي

خبریال وېب پاڼه/د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د وسلوالو مخالفینو د وروستیو خونړیو بریدونو له امله سخت اندېښمن شوي دي. په تېره اونۍ کې د ملګرو ملتونو له خوا په یو خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو چې یوازې د روانې مارچ میاشتې په لړ کې…

طالب مشرانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ شي

خبریال ویب پاڼه / وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې اوسنی نظام باید ړنګ او پر ځای یې « اسلامي ‌امارت»‌ راشي . د طالبانو د جلب او جزب کمېسیون مشر او د کوټې شوراغړی ملا عبدالکبیر وايي‌ چې طالبانو ته په هیڅ ډول دافغانسان اوسنی نظام د منلو وړ نه…

طالبانو د حکومت مرکچي پلاوی رد کړ

خبریال وېب پاڼه/د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه تازه خپاره کړي بیان کې د حکومت لخوا اعلان شوی مذاکراتي بلاوی رد کړی دی. څو شېبې وړاندې د طالب اورپکو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دولت لخوا اعلان شوی مرکچي پلاوی…

طالبانو د خپل ۱۵ کسیز پلوي نوملړ خپور کړ

خبریال وېب پاڼه/د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره هغه لېست شریک کړی چې ټاکل شوې ده نن کابل ته د بندیانو د خوشي کولو د تصدیق لپاره راشي. نن شنبې د روانې مارچ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د…

لغمان: د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې پاتې ولایت

خبریال وېب پاڼه/ له اور کم وروسته د لغمان ولایت امنیتي وضعیت هم ښه نه دی، د لغمان بد امنیتي وضیعت او په مهترلام ښار کې د نشه يي توکو پلور د دغه ولایت ولایتي شورا او ولسي خلک اندښمن کړي دي. د لغمان ولایتي شورا رییس عتیق الله عبدالرحیمزی…

خلیلزاد او د امریکا سفارت له مرکچي پلاوي هرکلی وکړ

خبریال وېب پاڼه/د حکومت له خوا د سولې مذاکراتي ټیم څخه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا سفارت هرکلی وکړ. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې د بین…

د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله سبا کابل ته راځي

خبریال وېب پاڼه/ د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویندوی سهیل شاهین هغه خبره رد کړه چې تېره شپه یې رسنیو ته ویلي وو؛ نن جمعه به د دوی یو ۱۵ کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راځي. سهیل په خپل بیان کې ویلي وو…

کابل په لومړي ځل د طالب مشرانو کوربه دی

خبریال وېب پاڼه/په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین کابل ته د طالب ۱۵ کسیز پلاويی د راتګ پخلی کړی دی. سهیل شاهین وویل چې دغه پلاوی به کابل ته یوازې د بندیانو د خوشي کولو پروسه کې له دولت سره خبرې وکړي او په وینا یې د…
koi finance