The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

طالبان

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير: طالبانو نه چې هر چا ډېرې چاودنې کړي وي لوړ امتيازات ورکوو

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير ندا محمد نديم وايي، په طالبانو کې چې هر چا ډېر ماينونه پټاو کړي يعنې چاودولي وي ډېر امتيازات ورکوو. د طالبانو دا وزير زياتوي چې يادو شويو طالبانو ته به له ازموينې پرته د لوړو زده کړو معتبر…

په تېره يوه اوونۍ کې په کندهار کې له ۱۵ ډېر طالبان ترور شوي

په‌ دی وروستيو کې په کندهار ولایت کې د طالبانو ترور او هدفي وژنو زور اخيستی. په تېره يوه اوونۍ کې په کندهار ولايت کې له ۱۵ ډېر طالبان د هدفي وژنو په پايله کې وژل شوي. دا بريدونه په تېرو دووه ورځو کې د کندهار ښار په ۱۱,۱۲ او دويمه حوزه…

طالبانو افغانستان کې د FM په څپه د ازادۍ راډيو فعاليتونه بند کړل

د راپورونو له مخې ويل کيږي چې طالبانو د افغانستان ۱۳ ولايتونو کې د FM په څپه د ازادۍ راډيو نشرات بند کړل. په ظاهر کې طالبانو د ازادۍ راډيو د نشراتو د بندېدو لامل د خپرونو د محتواو په اړه د شکایتونو شتون ياد‌ کړي. تر دې وړاندې د…

طالبانو په دايکندي کې ۸ ملکيان په شهادت رسولي

په دايکندي ولايت کې سيمه ايزي سرچينې وايي طالبانو د دې ولايت په سيوک شېبر سيمه کې د‌ عملياتو پر مهال د دوو کورنيو اته غړي په شهادت رسولي‌. سرچينې وايي طالبانو چهارشنبه د شپې د دايکندي نيلي ښار کې دوه کورونه محاصره کړي وو او په څو کورونو…

طالبان هغه بريدګر پاکستان ته سپاري چې پاکستانی پوځي يې وژلی وو

د طالبانو او پاکستاني مسؤلينو ترمنځ نن یکشنبه د دروازې پر خلاصون ناسته شوې. دغه ناسته په چمن کي شوې او نن اومه ورځ ده، چې د بولدک او چمن تر منځ دروازه د خلکو د تګ راتګ پر مخ بنده ده او په زرګونه مسافر دواړو خواو ته بند پاته دي. خبريال…

سپين بولدک کې د پاکستاني پولیسو قاتل د پاکستان خلاف جهاد اعلان کړ

د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ چمن دروازه کې د پاکستاني پولیسو قاتل بلال احمد په يو وېډيويي خبرو کې د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ. بلال په خپلو خبرو کې وويل د په پاکستاني پوليسو يې ځکه ډزې وکړې چې افغان کډوال يې ځورول او افغان ښځې يې…

کندهار: پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د شخړې اصلي کیسه څه ده؟

د دوشنبې په ورځ د کندهار په سپين بولدک او چمن ترمنځ پر دروازه د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د شخړې اړوند بېلابيل راپورونه خپارل شول او ان د تلفاتو شمېر هم په رسمي ډول دقيق نه دی نشر شوی. خبريال ادارې د خپلو لوړ رتبه سرچينو څخه د…

کندهار: طالبانو د ماهیانوپه څلور لارې عملیات کړي او له منځه یې وړې ده

د شنبې په ورځ طالبانو د کندهار په دوهمه عينومېنه کې شپني عمليات کړي او د څو ساعتونو لپاره یې لاره او دوکانونه ټول بند کړي ول. د طالبانو نظامي کسانو پر دې چوک په دوکانونو کې ټول کسان بندي کړي او د دوی د مارکيتونو سرونو ته ختلي. تر دوه…

طالب مشرانو د هغو طالبانو نيولو امر کړی چې په افغان ښځو يې د ننګ په خاطر په پاکستاني ملېشو ډزې کړي

طلب مشرانو د هغو وسله والو طالبانو د نيولو امر کړی چې پاکستاني ځواکونه يې هلاک کړي دي. په کابل او کندهار کې طالب مشرانو د هغو وسله والو طالبانو د نيولو امر کړی چې په سپين د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې يې د افغان ښځو په ننګه په پاکستاني…

طالبان: که نړيوال د نجونو د ښوونځيو خلاصول غواړي موږ دې په رسميت وپېژني

طالبانو په يوه تازه پریکړه کې ويلي چې د رسميت پېژندلو تر وخته پورې به د نجونو ښوونځي تړلې وي. د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي خبریال ډاټ کام ته ويلي، که نړيوال د نجونو د ښوونځيو خلاصول غواړي نو لومړی دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.…

طالبان: راستانه شويو شخصیتونو څخه مسلکي کسانو ته يې په نظام کې کار ورکوو

د طالبانو حکومت له خوا له هېواده وتليو شخصيتونو د بېرته راستنولو لپاره د «افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسيون» په نوم اداره جوړه کړې چې د دوی پر وينا د کمېسيون له پيله تر اوسه سلګونه افغان شخصيتونه هېواد ته راستانه شوي. شخصیتونو سره د تماس…

طالبان اقرار کوي؛ وايي ملت له موږ خوشاله نه دی

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اقرار کوي چې ملت له دوی خوشاله نه دی او تر اوسه يې د ملت لپاره هېڅ څه نه دي کړي. برادر نن په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې په تېر يوه کال کې د دوی حکومت د ملت او…
koi finance