The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

طالبان

د طالبانو امر بالمعروف وزیر: یوناما راته ویلي اروپا کې ستاسو په څېر ادارې جوړېدلو ته سخت ضرورت دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي وایي اروپا هم زموږ په څېر د ادارې جوړولو په ارمان ده. خالد حنفي وایي په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما استازو راسره په لیدنه کې وویل او ټینګار یې وکړ چې ستلسو…

د امر بالمعروف وزیر د عباس ستانکزي نظر رد کړ وایي تعلیم مباح دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي نن د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، تعلیم په نارینه او ښځینه فرض دی، هېڅوک له دې فرضیت څخه انکار نه شي کولی. عباس ستانکزي د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.…

په کوټه کې د طالب مشرانو کورونه پلټل شوي

د بلوجستان ایالت د کوټه ښار په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو کورونه پلټل شوي. خبریال ډاټ کام ته رسېدلي راپورونه ښیي چې د چمن له سرحدي ښارګوټي نیولې بیا د کوټې ښار تر وروستیو څنډو پورې په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو په کورونو چاپې وهل…

طالبانو د هوانوردۍ پخوانی رییس محمود شاه حبیبي د الظواهري د مرګ په تور نیولی

د جمهوریت د مهال د هوانوردۍ پخوانی رییس محمود شاه حبیبي چې د طالبانو د تماس کمېسیون په غوښتنه وطن ته راستون شوی وو نیول شوی. طالبانو محمود شاه حبیبي د ایمن الظواهري د مرګ په تور نیولی د ښاغلي حبیبي یو نژدې ملګري خبریال ډاټ کام ته ویلي چې…

طالبانو هلمند کې د کورونو تالاشۍ پر مهال په ښځو ډزې کړي او مرګ ژوبله یې اړولې

طالب وسله هلمند کې د کورونو تالاشۍ په درشل کې د لښکرګاه ښار ته څېرمه بست کلا اڅکزو کلي کې یو کور کې د تالاشۍ پر مهال په ښځو ډزې کړي. د طااب وسله والو ډزو کې څلور مېرمنې شهیدانې شوي دي. د هملند اوسېدونکي طالبانو هلمند کې د وسله پلټلو…

د پاسپورت ریاست کې د عالني فساد ثبوتونه

په دې وروستیو کې د پاسپورت له ریاست نه د فساد ډېرې ازاوې راپورته کیږي. ویل کیږي چې د پاسپورت ریاست طالب کارکوونکي د ډېرو پیسو او رشوت په بدل کې مراجعینو ته په کمه موده کې پاسپورت ورکوي. تازه خبریال ډاټ کام ته د پاسپورت ریاست د فساد…

طالبان وزارتونو کې له دولتي مامورینو د دریم ټولګي د عقایدو ازموینه اخلي

طالبانو په وزارتونو کې د دولتي مامورینو نه د دریم ټولګي د عقایدو ازموینې اخیستو چاره پیل کړې. تازه یې په مالیې وزارت کې له زیات شمېر مامورینو د عقایدو ازموینه اخیستې. هغه دولتي مامورین چې طالبانو ترې د عقایدو ازموینه اخیستې اکثره یې د…

قاري سعید خوستی په خپل کار سخت پښېمانه دی

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید ځینې وېډیو ګانې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کیږي چې خوستی د یوې ښځې له خوا په بېلچه وهل کیږي او له کوره شړل کیږي. دې پېښې په خواله رسنیو کې بیخي غوغا جوړه کړې. ویل کیږي سعید…

طالبانو کندهار کې له شپږم کښته نجونې هم له ښوونځیو منع کړې

د طالبانو د کندهار والي په یاد ولایت کې له شپږم کښته نجونې زده کوونکې هم ښوونځیو ته نه پرېږدي. دغه زده کوونکې چې عمرونه یې ډېر دي یا یې قدونه لوړ دي طالبان یې د پېغلو په نوم ښوونځیو ته نه پرېږدي. ویل کیږي دا چې په کندهار کې د ښځینه…

طالبانو ته خبرداری؛ د فېسبوک حسابونه به یې وتړل شي

د میټا یا فېسبوک ادارې خبر ورکړی چې په فېسبوک کې به د طالبانو او د طالبانو اړوندو کسانو حسابونه یا اکونټونه وتړي. میټا په یو نوي خبرداري کې ویلي چې دوی به ډېر ژر د طالبانو د نومونو، عکسونو، د طالبانو اړوندو خبر خپرونکو او ګواښ ورکونکو…

وظيفه راوړئ، خير يوسئ! سيد شاه

سترګې چې سپينې وي زغمل کېږي، د سپي هم د ګوزارې وي، خو د حجرو د رنډۍ هغه له هډوکو جوړې دي. تر خدای مې جار کړې، هغوی اوس خلکو ته د غربي کمپ او کډوالي پيغورونه ورکوي چې درست عمر يې د پاکستان په کمپو کې لکه د غرمې سپي د پردو دېوالو سيوري ته…

ملا هیبت الله ولي له نړۍ سره له تعامل څخه انکار کوي

خبريال ویب پاڼه / د ط/الب ډلي مشر ملا هیبت الله: نه د نړۍ سره تعامل کوو او نه يې فرمايشونه منو حتی که اټم بم هم را باندي وکاروي. په افغانستان کي د علماو د غونډي نن دوهمه ورځ وه، چي په مرکز کابل کي په لويه خېمه کي تر سره سول. د غونډي عمومي…
koi finance