نبي: د اصغر په کپتانۍ د اسیا جام اتلولي ګټلی شو | خبریال

نبي: د اصغر په کپتانۍ د اسیا جام اتلولي ګټلی شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي الراونډر محمد نبي عیسی خېل نن د ملي سپورټ سره په یوې ژوندۍ مرکه کې وویل، چې د اصغر افغان په کپتانۍ کې امکان دې ولري چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو اتلولي وګټي.

یاده مرکه نن د “ار ټي ای” سپورټ پر فسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خپره شوه چې پکې ګڼ شمېر خلکو په مستقیم ډول له محمد نبي د کریکټ او ژوند په اړه پوښتنې وکړې او هغه یې ځوابونه ورکړل.

له محمد نبي په پیل کې وپوښتل شول چې چې ګواکې تاسې د قرنطین پر مهال څه کوئ؟

محمد نبي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل،چې د کرونا ویروس او د قرنطین په دې ماحول کې هغه په کور کې د کورنیو له غړو سره بیلابیلې لوبې کوي او هم په دغې حال کې خپل کریکټ او فېټنېس ته خیال کوي.

محمد نبي د خپل خیریه بنسټ په اړه هم وویل، چې د نږدې دوو کلونو راهیسې د نبي خیریه بنسټ په هېواد کې د بیوزلو لاسنیوي کوی او د قرنطین په دغې حالت کې هم خورا ډیرو بیوزلو او اړمنو کورنیو سره مرستې کړي دي چې لا به هم دا مرستې دوام وکړي.

محمد نبي په دغې ژوندۍ مرکه کې وویل، چې د ۲۰۱۸م کال په اسیا جام سیالیو کې افغانستان کولی شول چې هندۍ لوبډله ماته کړي، خو هغه سیالي مساوي پای ته ورسېده د نبي پر وینا که چېرې د هند یوه ویکټ په لومړیو کې لویدلې وه نو هغه سیالي افغان لوبډلې ګټله.

په دغې مرکه کې د کرکټ یوه مینوال له محمد نبي وپوښتل چې تاسې د تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال د افغانستان په کومې ماتې ډیر خفه شوي یاست؟

محمد نبي هم په ځواب کې وویل، چې نوموړی او ټوله لوبډله د سریلانکا، پاکستان، هند او ویسټ انډیز سره په سیالیو کې د افعانستان په ماتو خواشیني شوي دي هغه وویل، دا سیالۍ افغانستان ګټلی شوې، خو کوچنیو کوچنیو تېروتنو له امله یې هغه سیالۍ بایلودې.

محمد نبي د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبې ته هم اشاره وکړه هغه وویل، چې یاده سیالي نږدې % ۹۰ سلنه د افغانستان په ګټه روانه وه ،خو د یوې تېروتنې له امله یې هغه لوبه په وروستیو کې بایلوده.

د مرکې پر دوام له محمد نبي پوښتنه وشوه چې په نړیوالو او ملي لوبغاړو کې دې څوک خوښبږي؟

محمد نبي د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نړیوالو لوبغاړو له ډلې کیون پیټرسن او په افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې ورته ټول لوبغاړي یوځای لري.

د مرکې پر مهال له محمد نبي یوه مینوال پوښتنه وکړه چې آیا تاسې واده د مور، پلار که په خپله خوښه کړی ؟

محمد نبي پر ځواب کې وویل، چې واده یې ۱۵ کاله وړاندې د مور اوپلا او په خپله خوښه کړی دی چې ټوله کورنۍ ورسره په دغې تړون خوښ دي.

د ملي سپورټ خبریال له محمد نبي پوښتنه وکړه که چېرې د نړۍ یوولس کسیزه لوبډله جوړوې مسوولیت یې هم ستا په لاس کې وي کومو دوو افغان لوبغاړو ته به پکې چانس ورکوې؟

محمد نبي د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په دغې یوولس کسیزه لوبډله کې به دوو افغان توپ اچوونکو مجیب الرحمان او راشد خان ته چانس ورکړي خو که چېرې الراونډر ته اړتیا وه نو خپله هم تیار دی.

له محمد نبي بله پوښتنه وشوه چې د افغان ملي لوبډلې د کپتان اصغر افغان په کپټانۍ کې د کومې اتلولۍ ګټل امکان لري؟ شل اوریز نړیوال جام؟ که اسیا جام؟

محمد نبي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د اصغر افغان په کپتانۍ کې چې ډیر امکان ولري د اسیا جام سیالیو اتلولي ممکن افغانستان وګټي، ځکه چې افغانستان په اسیا کې ډیر ښه ځلیږي.

د مرکې پر مهال له محمد نبي پوښتنه وشوه چې د کومو لوبډلو خلاف د لوبې څخه خوند اخلې؟

نبي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د هند او پاکستان پر وړاندې د سیالۍ ډیر خوند اخلي ځکه چې د دواړو لوبډلو لوبغاړو سره په بشپړه توګه بلدتیا لري او دغه راز د افغان ملي لوبډلې په شان اسیایي لوبډلې دي چې سیالۍ ورسره په زړه پورې وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ