د پیښور زلمي لوبډلې دوه لوبغاړي د لوبې بندیز سره مخ شول | خبریال

د پیښور زلمي لوبډلې دوه لوبغاړي د لوبې بندیز سره مخ شول

خبریال ویب پاڼه – د شپږم فصل پاکستان سوپر لیګ پایلوبې دمخه پښاور زلمي لوبډلې دوه مهم لوبغاړي د لوبې بندیز سره مخ شول.

ټاکل شوې ده چې د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ وروستۍ لوبه به نن د پښاور زلمي او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

خو د پایلوبې وړاندې د پښاور زلمي لوبډلې لپاره بد خبرونه شتون لري چې دوه مهم لوبغاړي حیدر علي او امید اصف د پاکستان سوپر لیګ پاینل څخه بهر شول.

د معلوماتو له مخې چې دواړو لوبغاړو د کرونا وایروس ټاکل شویو اصولو څخه سرغړونه کړې چې دواړه یې له امله د راتلونکي لوبې بندیز سره مخ شول.

راپورونه زیانوي چې دواړه لوبغاړي به د نن ورځې په لوبه کې د پیښاور زلمي لپاره ونه لوبیږي ، د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه به نن شپه په ۸:۳۰ بجو پیل شي.

هم دا نن ماښاه دا پاکستان سوپر لیک کی یو ډیر په زړه پوری لوبه ترسر کیږی

دا پیښور زلمی او ملتان سلطان ترمنځ به دا لوبه وی

وخت یی دا ماښاه 9:00 بجی

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ