دافغانستان د کرکټ په اړه ښه خبر | خبریال

دافغانستان د کرکټ په اړه ښه خبر

د افغانستان په اړه یو ښه خبر دا دی چې د ٢٠٢٣ یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ تازه جدول کې په شپږم مقام دی. دا مقامونه بدلېدیږ رابدلیږي. که افغانستان د ٢٠٢٢ یانې بل کال دا وخت پورې اتم مقام کې هم پاتې شي، مستقیم نړیوال جام ته ځي. ان شاءالله دا کار به کیږي. له پاکستان سره درې لوبې هم نړیوال جام ته د ورتلو سیالۍ دي چې سوپر لیګ یې بولي. پاکستان نن انګلند سره د دریو لوبو لړۍ پيلوي، که یې وبایللې، موږ ته به کمزوري حالت کې مخامخ شي. وړاندوینې هم کیږي چې پاکستان به یې بایلي.

د سوپر لیګ لوبې؟
سوپر لیګ لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې سیالۍ دي. په سوپر لیګ کې د افغانستان په ګډون د کرکټ د نړیوالې شورا ۱۲ بشپړ غړي هېوادونه او هالنډ له یو بل سره مخامخ دي او په پای کې به یې د سر اوه لوبډلې نړیوال جام ته وځي. هند د ۲۰۲۳نړیوال جام کوربه دی او وار د مخه نړیوال جام کې دی. له هند پرته دا ۱۲ نور ټیمونه هڅه کوي چې په اوو غوره هېوادونو کې راشي- اسانه خبره نه ده!

لوبډلې څنګه نړیوال جام ته ځي؟
په سوپر لیګ کې هر بری ۱۰ نومرې لري، مساوي لوبه او د تخنیکي او قانع کوونکو ستونزو له کبله د لوبې د لغوه کېدو په صورت کې هره لوبډله ۵-۵ نومرې اخلي. په دې حساب هر هېواد چې ډېرې نومرې واخیستې د جدول په سر کې راځي.

افغانستان او نړیوال جام ته لار؟
افغانستان ټولې شاوخوا ۲۴ دا ډول لوبې لري او که لږ تر لږه یې ۱۴ وګټلې شاید نړیوال جام ته ووځي. له ایرلنډ څخه مو درې لوبې ګټلې او ٣٠ نومرې لرو. زمبابوې او هالنډ هم هغه هېوادونه دي چې ښايي افغانستان یا پوره او یا اکثریت نومرې ترې واخلي. بنګله دېش او سریلانکا هم داسې لوبډلې دي چې افغانستان یې ټارکټ کولی شي، که پوره نومرې وانخیستلای شو ، ۲۰-۲۰ ښايي واخلو. زه مثبت فکر کوم.
د پاکستان او هند سره به سیالۍ اسانې نه وي،‌ که څه هم دا لوبې په اسیايي پچونو کې کیږي او افغانستان د سپن باولینګ په مټ اسیا کې ښه ځلېدلای شي، خو مخالف ټيمونه هم غښتلي دي. توکل په خدای. ویسټ انډیز پر بنګله دېش درې واړه لوبې وبایللې او موږ هم ترې په تېر وخت کې ګټلي دي. وګورو چې بخت مو بیا کار کوي که نه؟
د ابراهیم، ګربز، رحمت، حشمت، اکرام او نجیب په موجودیت کې مو بېټېټګ تر پخوا غښتلی دی. که
که افغانستان په سوپر لیګ کې نړیوال جام ته مخامخ لار ونکړي، بیا هماغه بله زړه لار ده چې افغانستان پرې په ۲۰۱۷ کې په زمبابوې کې نړیوال جام ته ووت.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ