آیا پوهیږي وېرات کوهلي له يوه انسټګرام پوست څومره پيسې تر لاسه کوي؟ | خبریال

آیا پوهیږي وېرات کوهلي له يوه انسټګرام پوست څومره پيسې تر لاسه کوي؟

خبریال وېبپاڼه / په ۲۰۲۱ کال کې وېرات کوهلي له يوه انسټګرام پوست څومره پيسې تر لاسه کوي؟

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو فارمټونو لوبډلمشر ، مشهور او شتمن کرکټر وېرات کوهلي د نړۍ په کچه د هغه لوبغاړو د لېست په سر کې ځای لري چې له انسټګرام ډېرې پيسې ګټي.

ویرات کوهلي بيا د نړيوال کرکټرانو د لېست په سر کې دی چې له يادې ټولنېزې شبکې ډېرې پيسې جيب ته کوي. ویرات کوهلي د نړيوالو سپورتس لوبغاړو په کټګورۍ کې له کرېسټيانو رونالډو، ليونل ميسي او نيمار وروسته څلورم مقام له ځان سره ساتلی.

د Hopper HQ ويبسايټ د راپور په اساس وېرات کوهلي د هر انسټګرام سپانسر شوي پوست له درکه پينځه سوه لکه هندي کلدارې اخلي.

نوموړي د ۲۰۲۰م کال د جولای تر لومړۍ نېټې په خپل انسټګرام اکونټ کې ۶۶،۲ مليون فالورز لرل، چې د تعقيب کوونکو دغه اندازه يې د روان زېږديز کال د جولای تر لومړۍ ( نن ورځ ) ۱۳۲ مليونه کسانو ته رسېدلې ده.

هغه تېر کال د يوه سپانسر شوي انسټګرام پوست له درکه ۲،۲ کروړه ( ۲۲۰ لکه ) هندي کلدارې اخيستلې. کوهلي په انسټګرام کې د خپل اکونټ له پرانستې تر دې مهاله ۱۱۸۴ پوستونه کړي او اخري پوسټ يې هم درې ورځې وړاندې کړی چې له خپلې ميرمنې انوشکا شرما سره يو ځای د چای څکولو په وخت لېدل کېږي.

د کوهلي دغه پوست ددې ليکنې د ليکل کېدو تر مهاله ۴۵۶۳۲۸۰ کسانو خوښ کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ