پاکستان کرکټ بورډ تازه د یوشمیر لوبغاړو سره قراردادونه ترسره کړي. | خبریال

پاکستان کرکټ بورډ تازه د یوشمیر لوبغاړو سره قراردادونه ترسره کړي.

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ بورډ یا PCB د ٢٠٢١ کال لپاره د یو شمیر لوبغاړو سره قراردادونه کړي دي. د دولس مياشتو دغه قرارداد چې د روان ميلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې د راروان کال ( ۲۰۲۲ ) د جون تر ۳۰مې نېټې دوام کوي.

یاد د نویو لوبغاړو قرارداد د هېواد د بورډ، روزونکي مصباح الحق او لوبډلمشر بابر اعظم په مشوره تيار شوی دی. دغه قرارداد لېست چې له ۲۱ لوبغاړو ۲۰ لوبغاړو ته راښکته شوی، محمد رضوان او حسن علي پکې پورته تللي او د ( ای ) کټګورۍ قرارداد کې يې ځای نيولی.

دغه راز شهنواز دهاني او عثمان قادر د ايمرجېنګ کټګورۍ کې ځای موندلی. له ای تر سي کټګورۍ کې شامل لوبغاړو په معاشانو کې ۲۵ سلنه او د ايمرجېنګ لوبغاړو په معاشونو کې ۱۵ فيصده زياتوالی ليدل کېږي.

د ای کټګورۍ قراردادي لوبغاړو لپاره د معاش ۲۵ سلنه زياتوالی، په ټېسټ يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو مېچ فيسونو کې زياتوالی نه دی راغلی.

په بي کټګورۍ کې د شامل لوبغاړو معاش ۲۵ سلنه زيات شوی، ۱۵ سلنه زياتوالی د ټېسټ لوبو مېچ فيسونو کې، په يو ورځنيو لوبو کې ۲۰ سلنه او د شل اوريزو لوبو په مېچ فيسونو کې ۲۵ سلنه ډېروالی ليدل کېږي.

۲۵ سلنه معاش ډېروالی د سي کټګورۍ لوبغاړو لپاره، د ټيسټ لوبو مېچ فيس کې ۳۴ سلنه زياتوالی، ۵۰ سلنه په يو ورځنيو لوبو او ۶۷ سلنه ډېروالی د شل اوريزو لوبو په مېچ فيسونو کې راغلی دی.

د ايمرجېنګ کټګورۍ په معاشونو کې ۱۵ سلنه زياتوالی راغلی، د ټيسټ لوبو، يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو په مېچ فيسونو کې يې په ترتيب سره ۳۴، ۵۰ او ۶۷ سلنه زياتوالی ليدل کېږي.

محمد رضوان او حسن علي د وروستيو ښو کارکردګيو له امله( ای) کټګورۍ ته پورته تللي او فهيم اشرف او فواد علم تر ( بي ) کټګورۍ رسيدلي دي.

دغه راز محمد نواز او نعمان علي په سي کټګورۍ کې او حارث روف او محمد حسنين چې په ايمرجېنګ کټګورۍ کې يې ځای لره سي کټګورۍ کې يې ځای نيولی. دغه راز پخواني کپتان سرفراز ته هم په سي کټګورۍ کې قراداد ورکړل شوی

هغه لوبغاړي چې قراردادونه يې ترلاسه کړې دي:

بابر اعظم، حسن علي، محمد رضوان، شاهين شاه افريدي چي په ای کټګوري کې شامل شوي دي.

اظهر علي، فواد عالم، فهيم اشرف، فخر زمان، شاداب خان، ياسر شاه یاد لوبغاړي په بی کټګوري کی شامل شوي دي.

عابد علي، امام الحق، حارث روف، محمد حسنين، محمد نواز، نعمان علي او سرفراز احمد په سي کټګوري کې شامل دي.

عمران بټ، شهنواز دهاني او عثمان قادر په ایمیرجینګ کټګوري کې شامل دي.

او همدارنګه یوشمیر لوبغاړي د یاد قرارداد څخه پاتي شوي هم دي. یاد لوبغاړي په لاندي ډول دي.
حارث سهيل، حيدر علي، عماد وسيم، اسد شفيق، نسيم شاه، شان مسعود عثمان شينواری، محمد عباس، افتخار احمد‌.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ