په کابل کې د ملي لوبډلې ناڅرګند روزنیز کمپ پای ته ورسېد | خبریال

په کابل کې د ملي لوبډلې ناڅرګند روزنیز کمپ پای ته ورسېد

په کابل کې د ملي لوبډلې ناڅرګند روزنیز کمپ پای ته ورسېد

د ملي لوبغاړو د لاښې اماده ګۍ په موخه په کابل کې د لوبغاړو لپاره پینځلس ورځنی تمریناتي ناڅرګند کمپ پایته ورسید خو کرکټ بورډ یې په اړه هیڅ معلومات خپاره نکړل چې په دې کمپ کې کومو لوبغاړو برخه اخستې وه.

کرکټ بورډ نن پر خپله رسمي فسبوک پاڼه ددې کمپ د پایته رسیدو خبر ورکړی دی خو بیا یې هم په کمپ کې د شامل لوبغاړو نومونه نه دي څرګند کړي دوی لیکلي ” د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو او د روان کال تر اخره د يو شمېر نورو پلان شويو لوبو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په پلازمېنه کابل کې ۱۵ ورځنی کمپ چې د ملي لوبډلې۳۰ لوبغاړو په کې ګډون درلود، نن پای ته ورسید.”

بورډ لیکي چې په دغه کمپ کې روغتیایي سپارښتنو ته په پام، اتو افغان روزونکو لوبغاړو ته په توپ اچونې، توپ وهنې، ډګرساتنې (فیلډینګ) په برخو کې د هغوی د مهارتونو په لوړولو کار وکړ.

نوموړي کمپ ته لوبغاړي د درېو معیارونو نظم (ډسپلین)، کارکرده ګي او د تکړښت ټېسټ په بریالیتوب، غوره شوي و، چې د چټکو توپ اچوونکو پروسې څخه هم پنځو ځوانو چټک توپ اچوونکو په کې برخه اخیستې وه.

د معلوماتو له مخې چې کرکټ بورډ په پلان کې لري چې په راتلوونکې کې داسې نور کمپونه هم د هېواده بهر او دننه په هېواد کې په لاره واچوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ