بلاسټ سیالیو کې نوین‌الحق ترټولو زیاتې ویکټې اخیستې | خبریال

بلاسټ سیالیو کې نوین‌الحق ترټولو زیاتې ویکټې اخیستې

ویاړ؛ بلاسټ سیالیو کې نوین‌الحق ترټولو زیاتې ویکټې اخیستې

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان او چټک توپ‌اچونکی نوین‌الحق، چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې لوبېږي، د ۱۳ ویکټو په اخیستلو سره ترټولو ډېر ویکټ اخیستونکی لوبغاړی دی او د لیست په سر کې شتون لري.

نوین‌الحق چې په یاد لیګ کې د لیسټر شایر لوبډلې سره لوبیږي، یادي ۱۳ ویکټې یې په ۷ لوبو کې اخیستې دي.

لیسټر شایر لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د افغان لوبغاړي نوین‌الحق پر ځلېدو خوښي ښودلې ده

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې تر دې دمه زیاتې ویکټ اخیستونکې لوبغاړي

۱ـ نوین‌الحق؛ لیسټرشایر لوبډله، ۷ لوبې او ۱۳ ویکټې.

۲ـ ليوان بیک؛ ډیربیشایر لوبډله، ۸ لوبې او ۱۲ ویکټې.

۳ـ سام کوک؛ اي سیکس لوبډله، ۶ لوبې او ۱۱ ویکټې.

۴ـ مېلنز؛ کینټ لوبډله، ۷ لوبې او ۱۱ ویکټې.

۵ـ هوډسن ـ پرینټس؛ ډیربیشایر لوبډله، ۸ لوبې او ۱۱ ویکټې.

۶ـ سکریم شاو؛ ډیربیشایر لوبډله، ۶ لوبې او ۱۰ ویکټې.

۷ـ بریتوېت؛ بریمینګم لوبډله، ۶ لوې او ۱۰ ویکټې.

۸ـ کالاسین؛ کینټ لوبډله، ۷ لوبې او ۱۰ ویکټې.

۹ـ پارکینسون؛ لانکاشایر لوبډله، ۶ لوبې او ۱۰ ویکټې.

۱۰ـ سټېون پین؛ میډ لیسیکس لوبډله، ۵ لوبې او ۱۰ ویکټې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ