د متحده اماراتو د کرکټ ۲ لوبغاړي د اوږد بندیزونو سره مخ شول | خبریال

د متحده اماراتو د کرکټ ۲ لوبغاړي د اوږد بندیزونو سره مخ شول

خبریال وېبپاڼه / د متحده عربي متحده اماراتو د کرکټ ملي لوبډلي دوه لوبغاړي اته کلن بندیز سره مخ شول.

د متحده عربي اماراتو د کرکټ دوه لوبغاړي عامر حیات او اشفاق احمد د رشوت اخیستو، رشوت غوښتو، رشوت منلو او یا په لوبې د اغیز لپاره په رشوت د موافقې کولو په قضیه کې مجرم وبلل شول.

د کرکټ د نړیوالې شورا یاد ای سی سی د فساد ضد ځانګړې محکمې دغه یاد دواړه لوبغاړي د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په میاشت کې د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې چې یادي سیالي په عربي متحده اماراتو کې ترسره کیدلي ، د کرکټ د اصولو نه په سرغړاونې تورن کړي و او د لوبو د کولو نه بند شوي و.

د کرکټ د نړیوالې شورا د روڼتیا د څانګې عمومي مشر الیکس مارشال ویلي چې دغو دواړو لوبغاړو د زیاتې مودې لپاره په لوړه کچه د کرکټ لوبه کړې او په لوبو کې د درغلیو په خطرونو خبر و.

ښاغلي مارشال ویلي، “د عربي متحده اماراتو دواړو لوبغاړو د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد په څو ښوونیزو غونډو کې ګډون کړی او پدې پوهیدل چې څنګه د فساد په کړنو کې ښکیل نشي. ”

د کرکټ د نړیوالې شوارې دې چاراکي همدرانګه ویلي چې هغوي (عامر او اشفاق) د خپلو مسؤلیتونو په تر سره کولو کې پاتې راغلي.

همدارنګه اشفاق احمد متحده اماراتو لوبډلي لپاره د ٢٠١٨ کال څخه تر ٢٠١٩ کاله پوري يي شپاړس یورځیني لوبي يي ترسره کړي دي. چي نوموړي په یادو لوبو کې يي ٣٤٤ منډې هم ترلاسه کړي دي.

همدارنګه دولس شل اوریزي لوبي يي هم ترسره کړي چي په یادو ١٢ شل اوریزو لوبو کې يي ٢٣٨ منډې يي ترلاسه کړي وي.

ورسره بل لوبغاړي عامر حیات هم د متحده امارتو کرکټ لوبډلې لپاره نهه یورځیني یا پینځوس اوریزه لوبي يي ترسره کړي چي په یادو نهو یورځینو لوبو کې يي یولس ویکټې يي ترلاسه کړي دي. همدارنګه عامر حیات د متحده اماراتو کرکټ لوبډلې لپاره څلور شل اوریزي لوبي يي هم ترلاسه کړي دي چي په یادو څلور شل اوریزو لوبو کې يي شپږ ویکټې يي ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ