متحده اماراتو کې افغان لوبډله تر نورو لوبډلو مخکي ده | خبریال

متحده اماراتو کې افغان لوبډله تر نورو لوبډلو مخکي ده

خبریال وېبپاڼه / متحده عربي اماراتو کې افغانستان له هند او پاکستان دواړو وړاندې دی.

افغان ملي لوبډله که څه هم د کرکټ له غوره لوبډلو سره ډيره کمه مخامخ شوې خو په ټوله کې د نړۍ د غوره سپينرانو او سترو هيټرانو په موجوديت کې د شل اوریزو لوبو پياوړې لوبډله ګڼل کېږي.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۶م کال کې د شل اوريز نړيوال جام ګټونکې لوبډله ( ويسټ انډيز ) په ګونډو کړه او له هغې را وروسته یې ويسټ انډيز، آیرلینډ، زيمبابوې او بنګله‌ديش بيا بيا مات کړي دي.

د افغانستان لوبډله چې خپلې ډيرې لوبې په متحده عربي اماراتو کې کوي، ياد کې هيواد کې ښه ريکارډ لري او هلته يې له ۳۳ شل اوریزو لوبو څخه ۲۶ ګټلي دي چې د فيصدۍ له مخې تر بلې هرې لوبډلې وړاندې ده.

انګلينډ بيا په اماراتو کې ۷۵ سلنه، نیدرلينډ ۶۹.۲۳ سلنه، ايرلينډ ۶۸ سلنه او پاکستان چې په خپله کوربه‌ توب خپلې ډيرې لوبې يې ياد هيواد کې کړي دي ۶۱.۱۱ سلنه لوبې ګټلي دي.

د نړيوال شل اوريز جام ليږد متحده عربي اماراتو ته به له افغان لوبغاړو سره مرسته وکړي تر څو په غوره دولس لوبډلو کې له ويسټ انډيز، انګلينډ، سویلی افریقا او دوه نورو لوبډلو سره چې وروسته به معلومې شي، ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

د يادولو وړ ده چې د افغان کرکټ بورډ اجرائيه رئيس وويل چې د شارجه کرکټ کونسل مشر بوخاطر د شارجه لوبغالی افغانستان ته د کورنيو او نړيوالو لوبو لپاره په واک کې ورکړ، کومه چاره چې په متحده عربي اماراتو کې به نړيوال جام ته د افغان لوبغاړو په چمتووالي کې بې ګټې نه وي.

يادولو وړ ده چې د افغان کرکټ بورډ اجرائيه رئيس وويل چې د شارجه کرکټ کونسل مشر بوخاطر د شارجه لوبغالی افغانستان ته د کورنيو او نړيوالو لوبو لپاره په واک کې ورکړ، کومه چاره چې په متحده عربي اماراتو کې به نړيوال جام ته د افغان لوبغاړو په چمتووالي کې بې ګټې نه وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ