سرېلانکا په غوره توپ وهني سره بیا هم د انګلستان څخه ماتې وخوړه | خبریال

سرېلانکا په غوره توپ وهني سره بیا هم د انګلستان څخه ماتې وخوړه

خبریال وېبپاڼه /تېره ورځ د نړېوال کرکټ په ډګر کې دوه جالبې لوبې ترسره شوې چې په پايله کې سريلانکا له انګلستان او سويلي افريقا له وېسټ انډيز ماتې وخوړه.

دلته په لنډ ډول د دواړو لوبو لنډيز درته ليکو.

انګلستان او سریلانکا ، دوهمه يو ورځنۍ لوبه | انګلستان په دوهمې يو ورځنۍ لوبې کې سريلانکا ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه ، دا لوبه د لندن ښار په کېنګټون اوول لوبغالي کې ترسره شوه، انګلستان د ټاس په ګټلو لومړی د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

سريلانکا خپله پاڼۍ په ستونزو کې پيل کړه او څو لوبغاړي ېې زر زر وسوځېدل خو بيا هم سريلانکا د دننجیا دې سېلوا د ۹۱ منډو ، د دسن شانکا د ۴۷ منډو او د هسرنګا د ۲۶ منډو په مټ د ۵۰ اورونو لوبولو وروسته ۲۴۱ منډې وکړې چې د منډو په سکور کارډ کې ېې ۹ لوبغاړي سوځېدلي وو.

د انګلستان توپ اچوونکي:
د انګلستان لپاره سم کرن پنځه او ډېوېډ ويلي څلور لوبغاړي وسوځول.

دوهمه پاڼۍ کې انګلستان خپله توپ وهنه ښه پيل کړه او د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ېې د ۲۴۲ منډو هدف پوره کړ ، د انګلستان لپاره ايون مورګن ۷۵ ، جو روټ ۶۸ او جېسن رای ۶۰ منډې وکړې، بل خوا د سريلانکا لپاره چميکا او هسرنګا ۱ – ۱ ویکټ واخيستله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سم کرن ته ورکړل شوه چې پنځه لوبغاړي ېې سوځولي وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ