د ټيسټ نړیوالي اتلولۍ توپ اچونکو کې کوم لوبغاړي په سر کې دی | خبریال

د ټيسټ نړیوالي اتلولۍ توپ اچونکو کې کوم لوبغاړي په سر کې دی

خبریال ویب پاڼه – د ټيسټ نړیوالي اتلولۍ درجه بندي، توپ اچونکو کې کوم لوبغاړی په سر کې دی

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي وې، چې په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې وې.

دا سیالۍ له ۲۰۱۹ کال څخه راپېل شوې او ۲۰۲۱ کال کې یې دریېم پړاوو د هندوستان او نیوزلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ددې سیالیو په جدول کې هند او نیوزیلنډ هیوادونه ترټولو مخکې وه.

له ۲۰۱۹ کال څخه بیا تراوسه پوري په زیات شمېر لوبغاړي په ټيسټ لوبو کې لوبېدلي دي، موږ په دې لیکنه کې پنځه هغه لوبغاړي درپېژنو، چې په یاد سیالیو کې یې تر ټولو ډیري ویکټي اخیستي دي.

د دې سیالیو د توپ اچونکو په سر کې د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچونکی ریوچندرن ایشواین شتون لري، هغه د هندوستان لوبډلې لپاره په ۱۴ لوبو کې تر ټولو ډيري ۷۱ ویکټي اخیستي دي او لومړي مقام کې دی.

په دوهم ځای کې د اسټرالیا لوبډلې ځوان تېز توپ اچونکی پټ کمینز شتون لري، هغه لوبعاړی، چې په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د کلکتی لوبډلې په لوړه بیه وپېره، دا لوبغاړی توانېدلی، چې په ۱۴ لوبو کې د اسټرالیا لوبډلې ته ۷۰ ویکټي اخیستي دي.

دریېم ځای کې د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلي براډ شتون لري هغه په ۱۷ لوبو کې ۶۹ لوبغاړي سوځولي دي، په څلورم ځای کې د نیوزلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ اچونکی تیم سوتي قرار لري، یاد لوبغاړي د نیوزلینډ لوبډلې ته په ۱۱ لوبو کې ۵۶ ویکټي ترلاسه کړي دي او په پنځم مقام کې د اسټرالیا لوبډلې لاین شتون لري هغه هم په ۱۱ لوبو کې د اسټرالیا لوبډلې ته ۵۶ لوبغاړي سوځولي دي.

دا هغه پنځه لوبغاړي وه، چې د ټیسټ سیالیو نړیواله اتلولۍ کې یې له ۲۰۱۹ کال څخه بیا تر ۲۰۲۱ کال پوري زیاتي ویکټي اخیستي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ