آیا سمیع الله شینواري ریښتیا هم د کابل کرکټ لوبغالې ته نه دی پریښودل شوي | خبریال

آیا سمیع الله شینواري ریښتیا هم د کابل کرکټ لوبغالې ته نه دی پریښودل شوي

خبریال وېبپاڼه / د سميع الله شينواري څرګندونو ته کرکټ بورډ غبرګون وښود.

د افغانستان کرکټ بورډ د سميع الله شينواري
سټوري ته د سپيناوي په پار غبرګون ښودلی دی.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي سميع الله شينواري ته له يو شمېر نورو لوبغاړو سره کرکټ بورډ ته وروسته له هغې اجازه نه وه ورکړل شوې، چې يو ـ يو ټيسټ کې نه وو بريالي شوي او له روزنيز کمپ څخه پاتې شوي وو.

تازه سميع الله شينواري له کرکټ بورډ څخه دننه په يوه ويډيوي سټوري ليکلي، چې له درې اونۍ انتظار وروسته د کرکټ بورډ لوبغالي ته داخل شو.
د کمپ له پيل څخه وړاندې یوشمیر راپورونه ورکړل شوي وه چي د سميع الله شينواري او شهزاد محمدي په ګډون له یو شمېر لوبغاړو سره د کرکټ بورډ غړو د ناسم چلند په اړه ويلي وو، چې کرکټ بورډ هغه وخت دا خبره رد کړې وه.
تازه د سميع الله شينواري يادې سټوري ته په غبرګون کې د کرکټ بورډ د رسنيو برخې مسؤل حکمت حسن ليکلي، چې شينواري د يو ـ يو ټيسټ نه وو پاس کړی او د اصولو له مخې د کرکټ بورډ په لوبغالي کې د کمپ له ګډون کوونکو لوبغالو پرته نورو ته اجازه نه وه.

ده زياته کړې، دا پرېکړه د کورونا وبا د کنټرول په موخه شوې وه؛ خو اوس چې کمپ پای ته رسېدلی دی؛ ټول لوبغاړي کولای شي د کرکټ بورډ‌ له لوبغالي او نورو اسانتياوو ګټه واخلي.
د شينواري دغه ويډيو يو ځل بيا د کرکټ څارونکو او مينه والو غبرګونونه هم پارولي دي.

د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکو ليکلي، چې د کرکټ بورډ چارواکي له ملي لوبغاړو سره دوه ګونی چلند کوي او بايد داسې ونشي.

د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد بيا ليکلي، چې د افغان کرکټ لپاره د شينواري کړنې بې مثاله دي؛ خو په کرکټ بورډ کې ناست بې کفايته او نا مسلکي کسان پدې ارزښتونو نه پوهېږي.

سميع الله شيتواري، چې د افغانستان لپاره يې په مهمو سياليو کې له وياړه ډکې لوبې کړي دي د خپلو مينه والو په مينځ کې د مسټر ناټ اوټ په نوم ياديږي.
نوموړی له افغان ملي لوبډلې سره له پيله مل وو؛ خو پدې وروستيو کې د ځوانو لوبغاړو په راتګ سره له لوبډلې کېنول شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ