دري نور هندي لوبغاړي انګلینډ ته لېږل کيږي | خبریال

دري نور هندي لوبغاړي انګلینډ ته لېږل کيږي

خبریال وېبپاڼه / دري نور هندي لوبغاړي انګلینډ ته لېږل کيږي.

د یو شمیر هندي رسنیو د خبر په اساس ممکن اوپنر بيټسمين پرتيف شوو، ميډل ارډر بيټسمين سوريکمار يادف او اف سپينر بالر  جاينت يادف به د ټ.پي شويو هندي لوبغاړو پرځای انګلستان ته وليږل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په انګلستان د هند لوبډلې منجمنټ له خپل کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې وه چې بورډ دې د ټ.پي شويو لوبغاړو په پرځای دوی ته دوه اوپنران او يو اف سپينر بالر ورکړي.

د هند لوبډلې سره د انګلستان په روان سفر کې د ۲۶ لوبغاړو له ډلې دري لوبغاړي اوپنر بيټسمين شبمن ګيل، الراونډر واشنګټن سونډر او تېز بالر اويش خان ټ.پيان شوي او بيرته هيواد ته ليږل کيږي.

اوپنر بيټسمين پرتيف شوو او ميډل ارډر بيټسمين سوريکمار يادف دا وخت د هند له دوهمې لوبډلې سره د سريلانکا په سفر کې ملګري دي او ويل کېږي چې ډېر ژر به بېرته هند ته ستانه او له اف سپينر بالر جاينت يادف سره به په ګډه د انګلستان په لور وخوځيږي.

بلخوا ويل کيږي چي د هند لوبډلې د ټيسټ فارمټ مرستيال کپتان اجېنکيا رېحانی هم ټ.پ لري‌ او بشپړ فټ نه دی. ياده دې وي چې د هند او کوربه انګلستان لوبډلو ترمنځ به د پنځه ټيسټ لوبو د سيريز پيل د راتلونکې اګست مياشتې په څلورمه نېټه وشي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ