د سریلانکا کرکټ لوبغاړو لپاره بد خبر | خبریال

د سریلانکا کرکټ لوبغاړو لپاره بد خبر

خبریال وېبپاڼه / د سرېلانکا کرکټ لوبډلي روزونکې خپلو لوبغاړو ته د ټولنيزو رسنيو د نه استعمال سپارښتنه کړې.

د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي مکي ارتر خپلو ټولو لوبغاړو ته ويلي چې په اوس وخت کې دې له ټولنيزو رسنيو ليري پاتې شي.

د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په دې وروستيو کې د خپلې خرابې کارکردګۍ له امله په ټولنيزو رسنيو د مينه والو لخوا له سختو نيوکو سره مخامخ دي.

د سرېلانکا لوبډله په وروستېو دوه مياشتو کې په بنګله دېش کې د لوبو بايللو وروسته له انګلستان څخه هم ناکامه راستنه شوه او اوس مهال په خپل کوربه توب د هند دوهمي لوبډلې په وړاندې يې د ناکامیو لړۍ دوامداره ساتلې.

د يادې لوبډلې مشر روزونکې مکي ارتر له خپلو ټولو لوبغاړو څخه غوښتنه کړې چې په اوس وخت کې دې د ټولنيزو رسنيو له کارولو ډډه وکړي، ترڅو د مينه والو بې ځايه انتقادونه يې زړه ماتي نه کړي.

مکي ارتر وايي ” زما سپارښتنه ټولو لوبغاړو ته داده چې ټولنيزو رسنيو ته سر مه ورښکاره کوئ، مينه وال بې ځايه نيوکي کوي، دوی داسې فکر کوي چې مونږ پوهيږو، خو حقيقت کې دوی په هیڅ نه پوهېږي”.

دا په داسې حال کې ده چې د سرېلانکا کرکټ ملي لوبډلې په روان خراب وضعیت په ټولنيزو رسنيو نه يوازې شنونکي او مينه وال نيوکي کوي بلکې د يادې لوبډلې پخوانيو لوبغاړو پري هم خواشيني ښودلې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ