په ټیسټ لوبو کې افغان لوبډلې لپاره غوره توپ وهونکي | خبریال

په ټیسټ لوبو کې افغان لوبډلې لپاره غوره توپ وهونکي

خبریال وېبپاڼه / افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تر دې دمه پورې یوازې شپږ ټیسټ لوبې ترسره کړې دي، چې په یادو شپږ ټیسټ لوبو کې ترټولو ډېرې منډې د ملې لوبډلې د درې واړه فارمټونو مخکني لوبډلمشر اصغر افغان کړي.

اصغر افغان په ترسره کړیو شپږ ټیسټ لوبو کې ۴۴۰ منډې کړې، چې په دې سره په ټیسټ سیالیو کې د ملې لوبډلې لپاره ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی دی.

هغه افغان لوبغاړي، چې د ملې لوبډلې لپاره یې په ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې جوړي کړي

لومړي: اصغرافغان چي په شپږ ترسره کړیو ټیسټ لوبو کې یې ۴۴۰ منډې جوړې کړې دي.

دوهم: رحمت‌ شاه هم په شپږ ترسره کړیو ټیسټ لوبو کې یې ۳۸۵ منډې جوړې کړې دي.

دریم:ابراهیم‌ ځدران چي په څلورو ټیسټ لوبو کې یې ۳۵۶ منډې جوړې کړې دي.

څلورم:حشمت‌الله شهیدي چي په پنځو ټیسټ لوبو کې یې ۳۵۳ منډې جوړې کړې دي.

پنځم:افسر ځاځي چي په پنځو ټیسټ لوبو کې یې ۱۷۲ منډې جوړې کړې دي.

شپږم: جاوید احمدي چي په دریو ټیسټ لوبو کې یې ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.

اووم: احسان‌الله جنت چي په دریو ټیسټ لوبو کې یې ۱۱۰ منډې جوړې کړې دي.

اتم: راشدخان چي په پنځو ټیسټ لوبو کې یې ۱۰۶ منډې جوړې کړې دي.

نهم: ناصر‌جمال چي په دوه ټیسټ لوبو کې یې ۷۶ منډې جوړې کړې دي.

لسم: امیرحمزه چي په دریو ټیسټ لوبو کې یې ۷۲ منډې جوړې کړې دي.

دا هغه لس لوبغاړي دي کوم چي يي افغان لوبډلي لپاره يي په ټیسټ لوبو کې تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې ترلاسه کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ