د هند غوره لیګ یا آی پي ايل مهال ويش اعلان شو
خبریال وېبپاڼه / د څوارلسم پړاو هند پريمرليګ يا آی پي ايل ځنډول شوې ۳۱ لوبې به د متحده عربي اماراتو په درې نړيوالو لوبغالو دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه کې د روان ميلادي کال په سپتمبر او اکتوبر مياشتو کې ترسره کیږي.
د ۲۰۲۱م کال څوارلسم پړاو آی پي ايل ليګ سيالۍ وروسته له هغې په نيمايي کې وځنډول شوې او له هند څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال شوې چې په ياد هيواد کې د کوئيډ۱۹ دريمه څپه د آی پي ايل لپاره رامنځته شوې خوندي چاپيريال ته ور دننه او ځينې لوبغاړي او کارکوونکي پري اخته شول.
د هند کرکټ بورډ نن په رسمي ډول د څوارلسم پړاو هند پريمرليګ پاتې لوبو لپاره مهال وېش اعلان کړ چې له مخې به يې لومړۍ لوبه د سپتمبر مياشتې په نولسمه نېټه د چينايي سوپرکينګز او ممبۍ اينډنز ترمنځ وشي.
د هند کرکټ بورډ له لوري نشر شوي مهالوېش کې لومړی کواليفاير د اکتوبر په لسمه نيټه په دوبۍ، ايليمينټر د اکتوبر په يوولسمه شارجه، دوهم کواليفاير د اکتوبر په ديارلسمه شارجه او پايلوبه به د يادې مياشتې په پنځلسمه نېټه په دوبۍ کې وشي.
د اعلان شوي مهال وېش له مخې به ټولې ۳۱ لوبې ۲۷ ورځو کې وشي، چې د ورځې لوبې به د افغانستان پر وخت ماسپښين دوه نيمې او د شپې لوبې به د ماښام شپږنيمې بجې پيليږي.
د يادولو وړ ده چې د اکتوبر پر پنځلسمه د آی پي ايل د پای ته رسيدو يوازې يوه ورځ وروسته يعنې د اکتوبر په اوولسمه نېټه د شل اوريز نړيوال جام لومړی پړاو پیلیږي.