محمدشهمزاد محمدی دا ځل توانېدلی د ځان سره یو بل ویاړ خپل کړي | خبریال

محمدشهمزاد محمدی دا ځل توانېدلی د ځان سره یو بل ویاړ خپل کړي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلي تېز توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی محمدشهمزاد محمدی دا ځل توانېدلی د ځان سره یو بل ویاړ خپل کړي.

د هندۍ ورزشي کریک ټرېکر فیسبوک پاڼي د راپور پر اساس شهزاد محمدي دوهم هغه لوبغاړی دی، چې د ویکټ ساتني په برخه کې یې شل اوریزه لوبو کې زیاتې پنځوسیزي ترسره کړي دي.

شهزاد د ویکټ ساتني ترڅنګ په شل اوریزه لوبو کې د ۱۲_ _پنځوسیزو په وهلو سره د جدول په دوهم ځای کې شتون لري، لومړي ځای کې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلي پیاوړی لوبغاړی جوس بټلر شتون لري، هغه په شل اوریزه لوبو کې د ویکټ ساتني ترڅنګ ۱۳ پنځوسیزي بشپړي کړي دي.

شهزاد په ټوله کې تر دې دمه پوري ۶۵ شل اوریزه لوبۍ ترسره کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۱۸۶۰ منډی کړي دي، په منډو کې ۱۲ پنځوسیزي شاملي دي او دوهم ځای کي شتون لري، لومړي ځای کې بټلر تر اوسه ۸۰ شل اوریزه لوبي کړي، چې ۱۷۹۱ منډي لري په دې منډو کې یې ۱۳ پنځوسیزي وهلي دي.

په دریېم ځای کې د نیوزلینډ لوبډلی لوبغاړی، چې تر اوسه یې په ۷۱ شل اوریزه لوبو کې ۲۱۴۰ منډي کړي، د یادو منډو سره یې۱۳ پنځوسیز هلي دي، چې په دې کې یې ۲ پنځوسیزی د ویکټ ساتني بغېر  لوبي ترسره کړي دي.

کونټین ډیکاک د سویلي افریقا لوبغاړی په څلورم ځای کې شتون لريظ، هغه ۵۱ شل اوریزه لوبي کړي، په دې کې ۱۴۹۸ منډي لري او ۸ پنځوسیزي یې وهلي دي، او په پنځم ځای کې د سریلانکا پخوانی پیاوړی لوبغاړی کمارا سنګکار شتون لري، یاد لوبغاړي ۵۶ شل اوریزه لوبي کړي وې، په یادو لوبو کې یې ۱۳۸۲ منډي جوړي کړي او ۸ پنځوسیزي یې وهلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ