راشد خان د دوه پرلپسي لیګونو کې د لوبیدو لپاره انګلستان ته تللي
خبریال وېبپاڼه / افغان ملي لوبغاړی او لېک برېک ځيرکه توپ اچوونکی راشدخان د ويټالټي بلاست سيالېو کې د لوبېدو په مـوخه انګلستان ته په سفر روان شـوی.
راشدخان د افغانستان هغه څېره چـې د ښه کارکردګۍ او غوره لوبو په مټ يې د افغانستان سربېره نړۍ هم قانع کړې چـې په سترو او لوېو ليګونو د افغانستان نوم روښانه کړي.
نوموړی چـې په دوبۍ کـې د وروستي ځل لپاره د پاکستان غوره ليګ په سيالېو کې د لاهور قلندرز په ګټه لوبېده، هملته مېشت و چـې نن يې پخپله ټوېټر پاڼه انګلستان ته د سفر په مـوخه خبر ورکړ.
راشدخان پخپل ټوېټر يو پوسټ ځړولی او ليکلي يـې دي: ( انتظار مـې وویست تر څو په ويټالټي بلاسټ لوبو کې د سسېکس شارکس لوبډلې لپاره، او له هغه وروسته په سل باليزه ټورنمنټ کـې کـې ټرېنټ راکټس ټيم لپاره ولوبېږم.)
د سسېکس لوبډلې په وينا نوموړی به د رسېدا سره سم د هوټل د کرنتين مـوده تېروي، او بيا به په پاتې لوبو کـې زمـوږ سره يو ځای شـي.
د راشدخان سربېره پدغه ليګ کـې څلور نور افغان لوبغاړي مجيب الرحمان، نوين الحق، محمد نبي، او قيس احـمد هـم لوبېږي چـې په ټولو کې نوين الحق ښه ځلېدلی او په توپ اچونه کې په ټول ليګ کې لومړی مقام لري چـې ۱۷لوبغاړي يې سوځولي.
د دغه ليګ له پايته رسېدا وروسته به هملته په انګلستان کـې د قیس احمد، مجيب الرحمان، او محمدنبي سره يو ځای برخه واخلي تر څو د افغانستان نوم لا روښانه او ښه نماينده ګـي ترې وکړي.