ویسټ انډیز په خپل کور کي مات شو | خبریال

ویسټ انډیز په خپل کور کي مات شو

خبریال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي او سویلي افریقا د لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لوبلړي سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي په خپل نوم کړه.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ لوبو د لوبلړي وروسته دواړو لوبډلو د پینځه شل اوریزو لوبو لوبلړي پیل کړه.

د ویسټ انډیز او سویلي افریقا د لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړي د جون د میاشتي په ٢٦ مه نیټه پیل شوه چي کوربه ویسټ انډیز لوبډلې دوه او میلمه سویلي افریقا لوبډلې هم دوه لوبي کټلي وي. همدارنګه یره شپه د دواړو لوبډلو ترمنځ برخلیک ټاکونکي لوبه ترسره شوه چي یاده لوبه د افغانستان پر وخت د شپي لس نیمي بجي ترسره شوه.

د وروستي لوبي جزییات

د لوبي ټاس یا بچه د سویلي افریقا لوبډلي وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه او د توپ اچوني بلنه يي د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.

سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د څلور لوبغاړو په زیان يي ١٦٨ منډې ترلاسه او سویلي افریقا لوبډلې ته يي ١٦٩ منډې هدف ورکړه.

سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي لپاره ایډین ماکرام او کوینټین ډیکوک بهترینه توپ وهنه ترسره کړه. په ٤٨ توپونو باندي يي ٧٠ منډې ترلاسه کړي او کوینټین ډیکوک په ٤٢ توپونو باندي يي ٦٠ منډې يي ترلاسه کړي.

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې فیډل ایډوارس دوه ویکټې ترلاسه کړي.

ویسټ انډیز کرکټ لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او په شل اورونو کې يي د نهو لوبغاړو په زیان يي ١٤٩ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د ٢٥ منډو په توپیر سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي وکټله.

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلي لپاره یون لیوز یواځيني لوبغاړي وه چي تر نورو لوبغاړو يي غوره توپ وهنه ترسره کړه. نوموړي په ٣٤ توپونو باندي يي ٥٢ منډې ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي ایډین مکرام وټاکل شو نوموړي په توپ وهنه کې په ٤٨ توپونو باندي يي ٧٠ منډې يي جوړي کړي وي.

او دټول سریز غوره لوبغاړي بیا تبریز شمسی وټاکل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ