ای سي سي د شل اوریزو نړیوال جام لپاره ګروپونه اعلان کړل | خبریال

ای سي سي د شل اوریزو نړیوال جام لپاره ګروپونه اعلان کړل

اې سي سي د شل اوریزو نړیوال جام لپاره ګروپونه اعلان کړل.

د کرکټ نړیوالې ادارې (اې سي سي) د شل اوریزو د نړیوال جام لپاره، چې شپاړس لوبډلې به پکې ولوبېږي، ګروپونه اعلان کړل.

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ به د هندوستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو او عمان کې د اکتوبر له اوولسمې د نومبر تر څوارلسمې نیټې پورې ترسره شي او شپاړس لوبډلې به پکې ولوبېږي.

د شل اوریزو د رینکنګ له مخې به اته لوبډلې به نېغ په نېغه په نړیوال جام کې ولوبېږي، چې په هغې لوبډلو د افغانستان په ګډون، انګلستان، استرالیا، نیوزیلینډ، پاکستان، ویسټ اندیز، سویلي افریقا او هندوستان شامل دی.

خو اته لوبډلې به کوالیفای کوي او اول راونډ ته به لار پیدا کوي، چې په هغې کې سریلانکا، بنګله دیش، ایرلینډ، عمان، پاپونیوګیني، سکاټلینډ، هالینډ او نمیبیا شامل دي، چې په دوه ګروپونو کې به ولوبېږي او څلور لوبډلې به اول پړاو ته لار پیدا کړي.

په اول پړاو کې چې د اکتوبر په ۲۴ پیلېږي، هم دوه ګروپونه شامل دي چې په ای ګروپ کې استرالیا، پاکستان، ویسټ انډیز، نیوزیلینډ او دوه هغه لوبډلې چې کوالیفای کوي او په بي ګروپ کې هند، افغانستان، سویلي افریقا، انګلستان او دوه هغه لوبډلې شاملې دي چې کوالیفای کوي. له هر ګروپ څخه به دوه، دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي او پایلوبه به یې د نومبر په ۱۴ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ