د افغان لوبډلې په اړه د کرکټ تکړه مبصر اکاش چوپړا تازه څرکندوني | خبریال

د افغان لوبډلې په اړه د کرکټ تکړه مبصر اکاش چوپړا تازه څرکندوني

خبریال وېبپاڼه / اکاش چوپړا: افغان لوبډله د سریلانکا له لوبډلې څخه غوره ده.

هندي تبصره کوونکي اکاش چوپړا د سرېلانکا د پخواني لوبغاړي ارجونا راناټونګا د هغې خبرې ځواب کې چې ګنې هند، سرېلانکا ته د خپلې دوهمې درجې لوبډلې په لیږلو د یاد هیواد د کرکټ سپکاوی کړی ویلي چې اوس وخت کې سرېلنکايي لوبډله ډیره کمزورې ده.

هغه وايي چې د سرېلانکا لوبډله دومره کمزورې ده چې آن په راتلونکې نړیوال جام دولس غوره لوبډلو کې نه ده شامله او د غوراوي له پړاو به تیریږي او د دې امکان هم شته چې دوهم پړاو ته لار هم ونه مومي.

هغه وايي ” حقیقت دا دی چې سرېلانکا لا دولس غوره لوبډلو کې نه شته خو افغانستان لا له وړاندې د نړیوال شل اوریز جام دوهم پړاو کې موجود دی، له دې معلومیږي چې سرېلانکا اوس مهال ډيره کمزورې لوبډله لري”.

چوپړا سرېلانکا ته د هند د دوهمې لوبډلې د لیږلو په اړه وايي چې ډيری لوبغاړي یې د ملي لوبډلې لوبغاړي دي ” سمه ده چي ویرات کوهلي، روهیت شرما او بومرا به نه وي خو سرېلانکا ته په لیږل شوې لوبډله کې ډیر هندي لوبغاړي د ملي لوبډلي لوبغاړي پاتې شوي “.

د هند دوه ملي لوبډلې دا مهال په جلا جلا ډول د انګلینډ او سرېلانکا په سفرونو بوختې دي چې د ویرات کوهلي په کپتانۍ لوبډله به له کوربه هیواد سره د اوږد فارمټ او د ډوان په کپتانۍ لوبډله به د کوربه سرېلانکا سره د لنډ فارمټ لوبې پیلوي.

په ورته وخت کې داسې راپورونه شته چې که د کوشال پریرا په کپتانۍ لوبغاړي له انګلینډ څخه د راستنیدو وروسته د خپل کرکټ بورډ سره د قراردادونو پر سر موافقې ته ونه رسیږي نو یاد کرکټ بورډ به اړ وي چې د هندۍ لوبډلې په وړاندې خپله دوهمه لوبډله د سیالیو ډګر ته ښکته کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ