انګلستان د پاکستان پر وړاندي د سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه | خبریال

انګلستان د پاکستان پر وړاندي د سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه / انګلستان د پاکستان پر وړاندي د سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

ټاکل شوي ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د کوربه انګلستان په وړاندې د ټاکل شوي مهالوېش په اساس د جولای مياشتې له اتمي نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې د درې يوورځنيو او دري شل اوریزو لوبو سېريزونه ترسره کړي.

د انګلستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د یوه ورځینو لوبو د لړۍ لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه او د سریلانکا پر وړاندې په لوبلړۍ کې لوبېدونکې لوبغاړي د لوبډلې برخه ګرځولي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله کې لوبډلمشر اوین مورګن، معین علي، جوني بیرسټو، ټام بینټن، جو روټ، عادل رشید، سیم بلنګز، لیام ډاوسن ، جارج ګارټن،جیسن رای ،ټام کرن، لیام لیوینکسټن ،سام کرن، ډیويډ ولي، مارک وونډ، او کریس ووک شامل دي.

همدغه راز د انګلستان په لوبډلې کې نور لوبغاړي هم شامل دي او هغه لوبغاړي جیسن رای، ټام کرن، لیام لیوینګسټن او سام کرن دي.

همدارنګه یو شمیر راپورونه وايي چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې دري پياوړي لوبغاړي جاس بټلر، بين سټوکس او جافرا ارچر به د ټ.پونو له کبله د پاکستان په وړاندې پخپل کوربتوب په لنډ فارمټ لوبو کې د لوبډلې برخه نه وي‌.

که څه هم د تېز بالر جافرا ارچر ټ.پ پخوانی او ډيره موده کيږي چې له لوبډلې ليري پاتی شوی، خو د لوبډلې د لنډ فارمټ مرستيال کپتان او ويکټ کيپر بيټسمين جاس بټلر بيا د مېلمه سريلانکايۍ لوبډلې په وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ژور ټ.پي وخوړ او د سريلانکا سره د پاتې لوبو ترڅنګ له پاکستان سره له راتلونکو لوبو هم بهر شو.

بلخوا وړاندې داسې خبرونه ورکړل شوې وو چې  پياوړی الراونډر بين سټوکس په تمريناتو بوخت دی او ممکن د پاکستان په وړاندې لوبو کې به بيرته لوبډلې ته راستون شي، خو تازه ويل شوي چې نوموړی به د پاکستان په وړاندې هم ونه لوبيږي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د کوربه انګلستان په وړاندې د ټاکل شوي مهالوېش په اساس د جولای مياشتې له اتمي نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې د درې يوورځنيو او دري شل اوریزو لوبو سېريزونه ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ