د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي راتلونکې سیالي، چي افغانستان ته هم پکي ځای ورکړل شوی | خبریال

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي راتلونکې سیالي، چي افغانستان ته هم پکي ځای ورکړل شوی

خبریال وېبپاڼه / پاکستان کرکټ ملې لوبډله چې اوسمهال په انګلستان هیواد کې تمریناتو بوخته ده. همدارنګه ټاکل شوې چي د جولای د میاشتې پر ۳مه نېټه د انګلستان سره د دریېو یو ورځينو لوبو سریز پېل کړي.

پاکستان کرکټ ملې لوبډله به د جولای پر دریېمه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د انګلستان هیواد پروړاندي په انګلستان کې ترسره کوي، دا دوه هیوادونه به په خپلو مینځونو کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبي ترسره کوي، د یادو لوبو له پای ته رسېدو سره سم به پاکستانۍ لوبډله د ویسټ انډيز لوبډلي پروړاندي د جولای او اګسټ په میاشتو کې ۳ ټیسټ او ۳ شل اوریزه لوبي ترسره کړي.

دلته به نو د سپټمبر میاشت رانژدې شي، هغه میاشت، چې ټول د کرکټ مینوال ورته په تمه وه، افغانستان کرکټ ملې لوبډله د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي پروړاندي په سپټمیر میاشت کې ۳ یو ورځنۍ لوبي ترسره کوي، دا لوبي د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، له دې وروسته به په سپټمبر او اکټوبر میاشت کې له نیوزلینډ سره د دریېو یو ورځنیو او دریېو شل اوریزه لوبو سریز ترسره کړي.

اکټوبر میاشت کې بیا له انګلستان سره ۲ شل اوریزه لوبي لري، چې دا ځل به د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي په کوربتوب ترسره شي، له یادو لوبو څخه وروسته د اکټوبر په ۱۷مه نېټه به په نړیوال شل اوریزه جام سیاليو کې د ګډون په موخه اماراتو ته سفر وکړي.

او د ۲۰۲۱ اخرنی سریز به د نومبر او ډیسمبر په میاشت کې له بنګله دیش هیواد سره د ۲ ټیسټ او ۳ شل اوریزه لوبو په کولو سره پای ته ورسوي، دا لوبي د بنګله دیش هیواد په کوربتوب په بنګله دیش کې ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ