د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ سیالیو د توپ وهونکو درجه بندي اعلان کړ | خبریال

د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ سیالیو د توپ وهونکو درجه بندي اعلان کړ

د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ سیالیو د توپ وهونکو درجه بندي اعلان کړ

د ویسټ انډیز او سویلې افریقا کرکټ لوبډلو تر منځ دوه ټيسټ سیالۍ تر سره شوې، چې د افریقا لوبډلې په بریا پای ته ورسیدئ.

له دغو سیالیو وروسته دا دی د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ کرکټ د توپ وهونکو تازه درجه بندي اعلان کړه، چې یوازې یو لوبغاړی کوینټن دیکاک په یاده درجه بندۍ کې مخکې راغلی او نور لوبغاړي په خپلو پخواني ځایونو کې پاتې شوي دي.

د افریقا دغه پیلیز بریدګر توپ وهونکی چې مخکې په لسو غوره لوبغاړو کې يې شتون نه درلود، اوس يې په تازه درجه بندۍ کې ځانته ځای پیدا کړی دی.

په دغه تازه درجه بندۍ کې چې د ای سي سي له لوري اعلان شوې ده اسټرالیايي سټیو سمیت د ۸۹۱ نمرو په درلودلو سره لومړی، نیوزیلینډی کین ویلیمسن د  ۸۸۶ نمرو په لرلو سره دوهم، استرالیايي لبیسچېنج د ۸۷۸ امتیازونو په درلودلو سره درېیم، هندوستانی لوبډلمشر ویراټ کوهلي د ۸۱۴ نمرو په درلودلو سره څلورم، انګلستانی جي روټ د ۷۹۷ پوینټونو په لرلو سره پنځم، هندی پیلیز توپ وهونکی روهیت شرما د ۷۴۷ نمرو په درلودلو سره شپږم، ریشاب پنټ اوم، هنري نیکولاس اتم، ډیویټ وارنر نهم او افریقايي کوینټن دیکاک په لسم ځای کې قرار لري.

یاده دې وي چې د کرکټ نړیواله شورا وخت ناوخت د لوبغاړو درجه بندي اعلانوي، چې تازه يې دغه درجه بندي اعلانه کړې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ