ستاسو په آند د حضرت ځاځي په شتون کې به پیښور په نني پای لوبه کې بریا ترلاسه کړي | خبریال

ستاسو په آند د حضرت ځاځي په شتون کې به پیښور په نني پای لوبه کې بریا ترلاسه کړي

خبریال وېبپاڼه / د ۲۰۲۱ کال پاکستان سوپر پي ایس ایل سیالیو پایلوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې د پیښور زلمیو او ملتان سلطان لوبډلو تر منځ تر سره کیږي.

د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ پي ایس ایل سیالۍ چې د شپږو لوبډلو تر منځ د کرونا له امله د پاکستان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې تر سره شوې دوو لوبډلو پیښور زلمي او ملتان سلطان له ډیرو بریاوو وروسته پایلوبې ته لار ومونده، چې نن ماښام به د دواړو لوبډلو تر منځ پایلوبه تر سره شي.

دغه پایلوبه کې به درې افعان لوبغاړي هم شتون ولري، حضرت الله ځاځی او وقار سلام خېل له پیښور زلمیو لوبډلې سره او پیلیز توپ وهونکی رحمان الله ګربز بیا له ملتان سلطان سره لوبيږي.

د حضرت ځاځي او وقارسلام خېل تر څنګ د پیښور زلمیو په ۲۲ کسیزه سکواډ کې لوبډلمشر وهاب ریاز، کامران اکمل، شعیب ملک، جولټن ویلس، رومان پاول، شیرفان، اُمید اصف، حامد بټ، محمد عمران، محمد عرفان، امام الحق، خالد عثمان، ابرار احمد، سامین ګېل، حیدرعلي، ډیویټ میلر، بسم الله خان، محمد عامر خان، پابین او ادوارس شتون لري.

لا تر اوسه معلومه نه ده چې له دغو لوبغاړو څخه به کوم لوبغاړي د پیښور زلمیو لوبډلې په ۱۱ کسیزه لوبډله کې ځای پر ځای شي او د ملتان سلطان پر وړاندې به ماښام ولوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ