انګلستان او پاکستان خپلو کې لوبلړي ترسره کوي | خبریال

انګلستان او پاکستان خپلو کې لوبلړي ترسره کوي

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې ده چې د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د انګلستان په کوربتوب د درېو شل اوریزو او درېو یوورځینیو سیالیو سیریز پیل شي، چې د همدغو سیالیو د تر سره کولو لپاره پاکستانۍ لوبډله انګلستان هېواد ته تللې.

پاکستان تیره ورځ د جون په ۲۶مه نېټه انګلستان هېواد ته سفر وکړ، چې له رسیدو سره سم يې لوبغاړو د کرونا ټیسټونه وکړل چې د ټولو لوبغاړو ټیسټونه منفي ول.

د دواړو لوبډلو تر منځ به لومړی د یوورځینیو سیالیو سیریز پیل شي، چې لومړۍ سیالۍ به يې د راتلونکي جولای میاشتې په ۸مه دوهمه يې په ۱۰مه او وروستۍ هغه يې بیا په ۱۳مه نېټه تر سره کیږي.

له یوورځینیو سیالیو وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ درې شل اوریزې سیالۍ هم تر سره شي، چې لومړۍ لوبه به يې د جولای میاشتې په ۱۶مه دوهمه يې په ۱۸مه او وروستۍ هغه يې بیا په ۲۰مه نېټه تر سره کیږي.

د انګلستان حکومت یوازې ايګبسټن لوبغالي کې به ۸۰ سلنه نندارچیانو ته د لوبو د لیدلو اجازه ورکړي چې لوبې له نږدې وګوري.
دوی زیاتوي چې هغه ننداره کوونکو ته به اجازه ورکړي چې لس یا هم یوولس ورځې مخکې يې د کرونا ټیسټ کړی وي او ټیسټ يې منفي وي.

د انګلستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې لومړی مقام له ځان سره لري او د پاکستان لوبډله بیا په شل اوریزو لوبو کې څلورم مقام کې ده.

په یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان لوبډله څلورم او
پاکستانۍ لوبډله بیا په شپږم ځای کې قرار لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ