د لنکا پریمیر لیګ لپاره د اصغر افغان په ګډون اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې | خبریال

د لنکا پریمیر لیګ لپاره د اصغر افغان په ګډون اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د لنکا پریمیر لیګ لپاره د اصغر افغان په ګډون اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د دوهم پړاو د سریلانکا کورني کرکټ لنکا پریمیر لیګ سیالیو لپاره د نورو هیوادونو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړو هم د نیلامۍ پړاو لپاره نوم لیکنه کړي ده.

په افغان لوبغاړو کې پخوانی کپتان اصغر افغان،محمد شهزاد،نجیب الله ځدراڼ،نوین الحق،عثمان غني،رحمان الله ګربز،حضرت الله ځاځی،قیس احمد شامل دي.

په نورو خارجي لوبغاړو کې دا ځلې یوسف پټان،شکیب الحسن،جېمز فالکونر،عثمان خواجه،مورن مورکل او نورو ډیرو خارجي لوبغاړو نوم لیکنه کړي ده.

د یادونې وړ ده چې دوهم پړاو “لنکا پریمیر لیګ” سیالۍ به د روانې جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل چې د اګسټ تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.

څو اوونۍ وړاندې سریلانکا کرکټ بورډ د دوهم پړاو ایل پي ایل سیالیو ته د نوم لیکنې پړاو پرانیستی وو،چې یوه اوونۍ وخت یې ورکړی وو.

تراوسه ښکاره نده چې د دوهم پړاو لنکا پریمیر لیګ د نیلامۍ پړاو لپاره څومره لوبغاړو نوم لیکنه کړي ده.

سریلانکا کرکټ بورډ ویلي،هره لوبډله یوازې کولای شي چې څلور لوبغاړي له تیر پړاو څخه له ځان سره وساتي،پاتي لوبغاړي به د نیلامۍ پړاو له لارې اخلي.

تراوسه د دوهم پړاو لنکا پریمیر لیګ لپاره د نیلامۍ پړاو نېټه نده اعلان شوې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ