د هند او سریلانکا راتلونکي سیالي | خبریال

د هند او سریلانکا راتلونکي سیالي

خبریال وېبپاڼه /ټاکل شوي ده چي د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله په روانې جولای مياشت کې له سریلانکا سره د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو لوب‌لړۍ ترسره کړي چې يادې لوبې د جولای په ۱۳مه نېټه په سريلانکا ګې پيلېږي په لاندې ليکنې کې د دغو لوبو هر اړخيز مالومات درکوو.

د هندوستان او سريلانکا ترمنځ د پنځوس اوریزو او شل اوريزو لوبو لوب‌لړۍ د جولای په ۱۳مه په يوې پنځوس اوریزې لوبې پيلېږي ، د لوب‌لړۍ دوهمه يو ورځنۍ لوبه به د جولای مياشتې په ۱۶مه او درېيمه يو ورځنۍ لوبه به د جولای مياشتې په ۱۸مه نېټه ترسره شي د يادونې وړ ده چې د پنځوس اوریزو لوبو د پيل وخت د افغانستان پر وخت
د ورځې ۱:۳۰ بجې ټاکل شول.

د هندوستان او سريلانکا ترمنځ د شل اوريزو لوبو لوب‌لړۍ د جولای مياشتې په ۲۱مه نېټه پيلېږي په دوام ېی دوهمه شل اوریزه لوبه د جولای مياشتې په ۲۳مه او درېيمه او وروستۍ لوبه ېې د جولای مياشتې په ۲۵مه نېټه ترسره کېږي همداراز اړينه ده چې ووايو شل اوريزې لوبې د افغانستان پر وخت د مازيګر ۶ بجی پيلېږي.

همدارنګه يادو لوبو ته هندوستان کافي ځوانه لوبډله ټاکلې او ستر لوبغاړي لکه ويرات کوهلي ، روهېت شرما او جسپريت بومرا ته ېې دمه ورکړې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشري شکېر دهوان کوي ورسره بوېنېشوار کومار ، هارډېک پنډيا ، کرونال پنډيا ، ایشان کېشان ، سنجو سمسون ، سوريا کومار يدف ، کولديپ يدف ، نوديپ سايني ، راهول چېهر ، ډيپک چهر ، يوزوېندرا چېهل ، چیتن سکرياتا ، پرېټوي شاو ، کرېشنپا ګاتم ، ورون چکرواټي ، نېټېش رانا ، ديوټ پډېکال ، روتراج ګيکواډ او منېش پانډېا لوبېږي ، دا شل کسيز سکواډ د دواړو لوب‌لړيو لپاره ټاکل شوی.

د یادولو وړ ده چي د سريلانکا کرکټ ملي لوبډله دا مهال له انګلستان کرکټ ملي لوبډلي سره په پنځوس اوريزو لوبو په لوبلړي بوخته ده او تر اوسه ېې سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي يادو لوبو ته سکواډ نه دی اعلان کړی.

همدارنګه يادې ټولې شپږ لوبې د سريلانکا هیواد په پلازمېنې کولمبو د په آر پرېمډېسا کرکټ لوبغالي کې يي ترسره کېږي‌.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ