محمد نبي د سل توپونو لیګ کي اقتصادي توپ اچونه ترسره کړي | خبریال

محمد نبي د سل توپونو لیګ کي اقتصادي توپ اچونه ترسره کړي

خبریال وېبپاڼه /محمدنبي په سل توپونو سیالیو کې غوره توپ اچونه وکړه.

د سل توپونو سیالیو په دویمه لوبه کې محمدنبي عیسی خېل د لندن سپایرېټ لوبډلې په ګټه ولوبېد.

نوموړی په توپ اچونه کې خورا ښه وځلېد.

نوموړي په شل توپونو شل منډې ورکړې، چې په هر توپ یې یواځې یوه منډه ورکړې ده او یوه وېکټ یې هم ترلاسه کړه.

تر اوسه په داسې کمه ایکانومي توپ اچونه کوم بالر نه ده کړې، خو محمد نبي عیسی خېل د کمو منډو ورکولو بنسټ جوړ کړ.

محمدنبي عیسی خېل په شل توپونو کې ۷ توپونه ډاټ کړل یا یې له منډو ورکولو پرته ترسره کړل او د توپ وهنې برخه کې یې په څلور توپونو ۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د دوی لوبډلې لندن سپایرېټ، برمینګهم فونېکس ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړی و.

ذاک کرالي په ۴۰ توپونو ۶۴ منډې کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

برمینګهم لوبډلې هدف په اووه نوي یم (۹۷) توپ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د معین علي د ۴۰ منډو په مرسته پوره کړ او د محمدنبي دې ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.

ذاک کرالي لومړی لوبغاړی شو، چې په سل توپونو سیالیو کې یې نیمه سلیزه ثبت کړه.

د سل توپونو سیالۍ د جمعې په ماسختن د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي، چې لومړۍ لوبه کې یې اوول اېنوېسېبل لوبډلې مانچیسټر اورېجنلز ته په ۹ منډو ماته ورکړې وه.

په دې سیالیو کې راشدخان له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره، محمد نبي له لندن لوبډلې سره، قیس احمد له وېلش فایر سره او مجیب الرحمن له نارترن سوپرچارجرز سره لوبېږي.

دا لوبې د اګسټ په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ