فضلي: د افغانستان د شل اوریزو لوبو لپاره غوره لوبډلمشر نجیب ځدران کیدلي شي | خبریال

فضلي: د افغانستان د شل اوریزو لوبو لپاره غوره لوبډلمشر نجیب ځدران کیدلي شي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر او د سولي په چارو کي د دولت وزارت ستر سلاکار عزیز‌الله فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د شل اوریزه سیالیو لپاره دلوبډلمشر پر ټاکل کېدو د نجیب‌الله ځدران او رحمن‌الله ګربز پر سر خبري روانې دي.

عزیز‌الله فضلي پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې ویلې، اوسني شرایطو ته په کتو نجیب‌الله ځدران ترټولو لوبغاړو وړ کس دی، ترڅو د شل اوریزه سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شي.

ښاغلي فضلي ویلې، لکه څنګه چې په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې حشمت‌الله شهیدي ښه ثابت شوی و، نو بورډ هغه د یادو دوو فارمټونو لوبډلمشر وټاکه او په خبره یې همدا راز نجیب‌الله ځدران بیا په شل اوریزه سیالیو کې ښه ثابت شوی، چې باید ددې فارمټ لوبډلمشر وټاکل شي.

نوموړي لیکي

«د افغانستان کرکټ لوبې مينه والو؛ نن ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل آوريزو سياليو لپاره لوبډلمشر ټاکل کيدو خو د لوبډلمشر ټاکنه د نامعلومو دلايلو له وجهې وځنډيده. د نجيب الله ځدران او رحمن الله گربز په سر خبرې اترې روانې دي ، زما په آند اوسني شرايطو ته په کتو سره نجيب الله ځدران د لوبډلمشر په حيث د شل آوريزو سياليو لپاره به ښه ټاکنه وي .لکه څنګه چې د حشمت الله شهيدي حصه په ۵۰ آوريزو او ټيسټ سياليو کې تل ښه وي او ښې لوبې کوي او د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حيث ټاکنه يې هم غوره ټاکنه وه ، همدا شان د افغانستان شل آوريزو سياليو د بريا په حصه کې د نجيب الله ځدران رول تل ښه وي نو اوسني شرايطو ته په کتو سره د نجيب الله ځدران ټاکنه د شل آوريزو سياليو لوبډلمشر په حيث ښه ده.»

د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره د حشمت‌الله شهیدي ټاکل د لوبډلمشر په توګه

د افغانستان کرکټ بورډ ۳۰ ورځې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره حشمت‌الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکه.

یاده خبرپاڼه کې کرکټ بورډ ویلې وه: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.

یاده خبرپاڼه کې راغلي وه، چې په همدې موخه، د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول.

ددې ترڅنګ په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي وه، د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي.

د یادونې وړ ده، چې د تیر نړیوال جام مخکې د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې ګلبدین نایب ټاکلی و، چې په نړیوال جام کې د لوبغاړو ترمنځ د اختلافاتو له امله افغانستان څو ګټلې لوبې بایللې وې.

له هغه وروسته ګڼو مینوالو او د کرکټ لوبغاړو د کرکټ بورډ ددې پریکړې هرکلی کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ