د لوبڅار پر وړاندي نامناسب چلند، نوموړي د لوبڅاري د پریښودو پریکړه وکړه
خبریال وېبپاڼه / بنګلهدېشی لوبڅار د محمدالله رياض له امله دندې پريښودو ته اړ شو.
وروسته له دې چې د بنګله ديش د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدالله په ډاکه غوره ليګ کې د لوبڅار منير زمان په وړاندې نامناسب چلند وکړ، هغه د لوبڅارۍ د پريښودو پريکړه وکړه.
منير زمان وايي چې نه غواړي د لوبغاړو له لوري یې لا ډير سپکاوی وشي او دا چې هغه عزت نفس لري چې باید له درناوي ډک ژوند ولري، يوازې پيسې پيدا کول يې موخه نه ده.
“د شکیب الحسن د لوبې پر مهال زه لوبه کې نه وم، هغه ډير نامناسب چلند کړی و خو د محمدالله حرکاتو هم ډير خواشينی کړم، نه غواړم نور لوبڅارۍ کولو ته دوام ورکړم”.
په ډاکه غوره لیګ کې د غازي ګروپ لوبډلې کپتان وروسته له هغې د اعتراض په توګه د لوبغالي په پيچ اوږد وغزيده چې د دريم لوبڅار منير زمان له لوري يې اپيل ونه منل شو.
تر محمدالله وړاندې په همدې ډاکه غوره ليګ کې شکيب الحسن په لوبغالي کې د لوبڅار په وړاندې د نامناسبو حرکاتو له امله د نغدي جريمې تر څنګ د لوبو له بنديز سره هم مخ شو.
د بنګلهديش په کورنيو لوبو کې د سينير لوبغاړو له لوري د ځوانو لوبغاړو او لوبڅارانو سره بد چلند کومه نوې خبره نه ده خو دا لومړی ځل دی چې يو لوبڅار له دې کارو ستړی کيږي او د دندې پريښودو پريکړه کوي.
منير زمان د بنګله ديش په ايمرجينګ کټګورۍ کې شامل لوبڅار وو چې ويل کيدل زر به ايليټ کټګورۍ کې شامل شي خو هيلې يې نيمګړې پاتې شوې.